ګالوپ نظر پوښتنه؛ افغانستان د زیاتو خواشینو هېوادونو په لومړي سر کې دی

د عکس سرچینه، Getty Images
د ګالوپ نومې موسسې یوه نظر پوښتنه په ډاګه کوي چې افغانستان د ۲۰۲۲ کال اوږدو کې دویم پرلپسې کال هم د نړۍ په کچه یو ډېر خواشینی هېواد و.
د ګالوپ ادارې موندنې ښيي چې په افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په تېره یوه لسیزه کې د نړۍ د نورو وګړو پرتله د افغانانو د ناخوښي او خفګان کچه ډېره لوړه شوې ده.
په نظر پوښتنه کې ویل شوي: واک ته بیا د طالبانو له رسېدو وروسته د افغانانو لپاره د تېرې یوې لسیزې د بل هر وخت پرتله ژوند ډېر تریخ او د نړۍ د بل هر اوسېدونکي پرتله زیات ناوړه و.
د ګالوپ ادارې دا څویمه نظر پوښتنه ده چې له ۲۰۱۷ کال راهیسې افغانستان د نړۍ د ډېرو خواشینو هېوادونو د نوملړ په سر کې راولي.
د ګالوپ مسوولین وايي، افغانستان له ۲۰۱۷ کال راهیسې هر کال په ټوله نړۍ کې تر ټولو ناهیلی هېواد و، خو یوازې د ۲۰۲۰ کال پایلې، ځکه د دوی په واک کې نه شته، چې د کورونا وبا له کبله دا موسسه نه ده توانېدلې د افغانستان د وضعیت ارزونه وکړي.
ګالوپ موسسه وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو مخکې هم د افغانانو ورځنۍ مثبتې تجربې لږ وې، خو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته هغه تجربات هم تر ډېره بریده له منځه لاړل او ۲۰۲۲ کال هم هماغسې وضعیت دوام وکړ.
د نظر پوښتنې له مخې په سلو افغانانو کې اوس هم د هغو کسانو شمېر تر ټولو ټیټ دی چې وايي، تېره ورځ یې له (ژونده) خوند واخیست، په زړه پورې څه یې زده کړل یا یې ذهني سکون او ارامي احساس کړل.
ګالوپ موسسه چې مرکز یې په بریتانیا کې دی، په بېلابېلو هېوادونو کې له ژونده د وګړو د رضایت کچه د هغوی د خپل احساس څرګندونو له مخې معلوموي.
د ګلوپ بنسټ د شاخصونو له مخې د یوه هېواد د اوسېدونکو د ورځنې ژوند تجربې سنجول کېږي او کتل کېږي چې خلک کومې اندېښنې لري، ورځني ژوند کې څومره تر فشار لاندې دي؟ ایا د غم او غوسې احساس لري او که نه.





















