"د ترکمنستان د برېښنا لورى بايد بدل نشي"

- Author, احسان الله مهجور
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د افغانستان په پکتيا ولايت کې سلګونه تنو د ټوټاپ د پروژې په تړاو لاريون وکړ او له افغان ولسمشر اشرف غني څخه يې غوښتنه وکړه ،چې د دې پروژې لارې ته دې بدلون نه ورکوي.
دغه لاريون چې نژدې درې ساعته يې دوام وکړ د پکتيا مدني ټولنو، قومي مشرانو او ځوانانو په يوه خوله له حکومته د برېښنا غوښتنه وکړه.
لاريون کوونکو په خپلو شعارونو کې ويل، چې "دغه پروژوه د دوی حق دی نو هېڅوک به پرې نږدي، چې د سياسي لوبې ښکار يې کړي".
د لاريون يو ګډونوال مدني فعال ښايسته جان احدي وويل "د ټوټاپ د پروژې کارونه، د پکتيا ولايت ته ۶۰ سلنه بشپړ شوي نو دا به ډېره لويه بې انصافي وي، چې د دې لوري ته بدلون ورکړل شي".
نوموړي وويل "په تېرو ټاکنو کې د دې ولایتونو خلکو ډېره لويه قرباني ورکړې، چې دولت بايد د برېښنا سربيره نور امتيازونه هم ورکړي، دا زموږ وروستی لاريون نه دی که چېرې مو مثبت ځواب تر لاسه نه کړ خپلو لاريونونو ته به دوام ورکوو"
د لاريون يو بل ګډونوال قومي مشر حاجي حضرت احمدزي وويل "د بل هېڅ ولايت سره مخالفت نه لري خو دې ته به څوک پرې نږدي چې د دوى حق بل چاته ورکړي".
د ټوټاپ برېښنا پروژه چې له ترکمنستان څخه د افغانستان مرکزي او سویل ختيځو سیمو ته برېښنا رالېږدوي د سالنګ پر لاره رالېږدول کېږی خو د دولت يو شمېر لوړ پوړي چارواکي او د باميانو ولسونه وايي، چې دغه پروژه بايد د باميانو ولايت له لارې تېره شي.
د يادې پروژې د لارې د بدلون په تړاو د باميانو اوسېدونکو هم لاريونونه ترسره کړي او حکومته يې غوښتي وو چې برېښنا د دوی له ولايت څخه تېره کړي.



















