د اورګاډي پټلۍ له ایران نه چین ته پر افغانستان تېرېږي

د عکس سرچینه، EPA
چين، قرغیزستان، تاجکستان، افغانستان او ايران د اورګاډي د ۲۱۰۰ کيلومتره پټلۍ پر جوړولو هوکړه کړې ده.
د دغې پروژي تخنيکي او اقتصادي ارزونه پيل شوې او ټاکل شوې د ۲۰۱۶ کال تر نيمايي پورې بشپړه شي.
دغه ستره پروژه د ورېښمو لارې يوه برخه ده چې له نيمايي زياته يې د افغانستان له شپږو ولايتونو تېرېږي.
افغانستان د ريل شاوخوا ۵۰۰۰ کيلومتره پټلۍ ته اړتيا لري، خو اوس ايله ۷۵ کيلومتره کرښه لري، چې د حيرتانو له بندر نه د مزار شريف تر هوايي ډګره غځېدلې ده.
په کابل کې زموږ همکار عبدالله ستانکزی وايي، په وچه کې ايسار افغانستان چې په سيمه کې د سوداګرۍ پل يادېږي تر اوسه په دې کې پاتې راغلی چې د سيمې هېوادونه د ځمکني ترانزيت په تر ټولو ارزانې لارې، د ريل پلټۍ په وسيله وتړي.
افغان حکومت وايي له چين، قرغزستان، تاجکستان او ايران سره د دغې ګډې پروژې لاسليکول ښيي چې افغانستان دغه هدف ته د رسېدو پر لار دی.
د فوايد عامې سرپرست وزير او مرستيال نور ګل منګل وايي دغه ستره پروژه د چين له کاشغر نه پيلېږي او د شمتېغ له لارې له ايران سره نښلول کېږي:
''د ريل دغه پټلۍ له کاشغر نه پيلېږي، قرغزستان ته رسېږي له هغه ځايه تاجکستان ته غځول کېږي له تاجکستان نه افغانستان ته ځي. د افغانستان له شير خان بندر نه کندوز، مزار شريف، شبرغان، بيا فارياب، بادغيس او هرات ولايتونو ته ځي او د شمتېغ له لارې له ايران سره نښلول کېږي.''
د فوايد عامې وزارت وايي د دغې پروژې په پلي کېدو به د ترانزيت په برخه کې د افغانستان تکيه پر پاکستان کمه شي، خلکو ته به د کار زمينه برابره شي او د ترانزيت مزد به ترلاسه کوي.
دوی وايي که څه هم د ريل دا پټلۍ د اوس لپاره هم د افغانستان په اقتصاد کې مهم رول لوبولی شي، خو ګټه به يې هغه مهال يو پر دوه وي چې د افغانستان کاني زيرمې راووېستل شي.
د امريکا له لوري يوې سروې د افغانستان د کاني زېرمو ارزښت يو ميليارد ډالره اټکل کړی، خو افغان چارواکي يې د درې برابره ښيي.
که څه هم د دغې پروژې مالي لګښت لا نه دی اټکل شوی، خو وړاندوينې دا دي ښايي درې مليارد ډالره وغواړي، چې نړیوال بانک، د اسيا پرمختايي بانک او د چين بانک يې پرې کوي.
د فوايد عامې وزارت چارواکي وايي د ۲۱۰۰ کيلومتره دغې پټلۍ د غځېدو لپاره چې ۱۱۵۰ کيلومتره يې په افغانستان کې تېرېږي د سروې چارې به يې د ۲۰۱۶ کال تر نيمايي بشپړې شي.
افغانستان د ريل شاوخوا ۵۰۰۰ کيلومتره پټلۍ ته اړتيا لري او اوس د ريل ايله ۷۵ کيلومتره جوړه کرښه لري، چې د حيرتانو له بندر نه د مزار شريف تر هوايي ډګره غځېدلې ده.
د اورګاډي دغې پټلۍ په وچه کې ايسار افغانستان له خپلو شمالي ګاونډيو هېوادونو سره تړلی دی په لويديځ ولايت هرات کې هم د ايران له پولې تر مرکزه ۱۲۰ کيلومتره د ريل کرښه جوړېږي، چې د ایران له پولې تر غوريانو پورې ايران جوړي او پاتې يې افغانستان.
چارواکي وايي تر غوريانو د ۶۰ کيلومتره پټلۍ جوړولو چارې اوس پای ته نژدې شوي، خو هغه برخه چې افغانستان يې جوړوي کار پرې نه دی پيل شوی.
د ريل پټلۍ په ټوله نړۍ کې د ترانزيت او سوداګريزې راکړې ورکړې تر ټولو ارزانه لار ده، خو تېرو څو لسيزو جګړو افغانستان ته د ريل کرښې د جوړېدو فرصت نه دی ورکړی.


















