
مولوي فقیر محمد وړاندې ویلي وو، چې :''حکیم الله مسید به زموږ مشر وي''.
پاکستان له افغان حکومته غوښتي، چې د پاکستاني طالبانو نیول شوی قومندان ملاوي فقیر محمد پاکستان ته وسپاري.
ملاوي فقیر محمد په روانه اوونۍ کې د افغانستان په ختيځ ولایت ننګرهار کې ونیول شو.
که څه هم د افغانستان د ملي امنیت ادارې رسنیو ته د ملاوي فقیر محمد د نیولو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي، خو پاکستان لا له وړاندې پرې خپل غبرګون وښود.
مولوي فقیر محمد په قبایلي باجوړ سیمه کې د پاکستاني طالبانو یو جګپوړی مشر او قومندان و.
نوموړی باجوړ کې د پاکستاني پوځ له لوري د ۲۰۰۸ کال د عملیاتو په ترڅ کې افغانستان ته وتښتېد.
مطلوب
فقیر محمد باجوړ کې پر پاکستاني پوځ د مرګونو بریدونو پړ بلل شوی، او دا هم ویل کېږي، چې له افغان خاورې د پاکستان پر سرحدي پاکستاني پوستو بریدونه کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد اعظم ویلي، پاکستان له افغان چارواکو د مولوي فقیر محمد او هغو نورو پاکستاني طالبانو د سپارلو غوښتنه کوي، چې په ترهګریزو بریدونو ښکېل او د پاکستان لپاره مطلوب کسان دي.
ویاند دا هم ویلي، چې د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر له خپل افغان سیال زلمي رسول سره تېره شپه پر دې موضوع خبرې کړې دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د مولوي فقیر محمد نیول کېدل تایید کړي، خو حنا رباني کهر تمه لري، چې نوموړی به ژر پاکستان ته وسپارل شي.
"مولوي فقیر محمد تېر کال له پاکستاني حکومت سره د سولې د لومړنیو خبرو له کبله له تحریکه وایستل شو."
د پاکستان حکومت د نوموړي د نیولو پر سر ۱۵۳۰۰۰ ډالر جایزه اېښې ده.
څارونکي د تحریک طالبان پاکستان (TTP) سیمه ییز قومندان نیول کېدل دغه تحریک ته یو لوی ګوزار بولي.مولوي فقیر محمد تېر کال د پاکستاني طالبانو له خوا له مرستیالې مشرۍ لرې شو.
نوموړی وروسته تر هغه له تحریکه وایستل شو، چې له پاکستاني حکومت سره یې د سولې په اړه خبرې کړې وې.
خو د پاکستاني طالبانو تحریک هغه مهال دا رد کړه، چې ګني مولوي فقیر محمد د ملا دادالله ځایناستی ټاکل شوی.
ملا دادالله تېر کال افغانستان کې د ناټو ځواکونو په بمبار کې ووژل شو.












