مولوي فقير محمد : زۀ ژوندى يم

- Author, رحمان الله
- دنده, له پېښوره
- د خپرېدو وخت
د پاکستان د طالبانو د غورځنگ مرستيال مشر د چارواکو اورسنيو رپوټونه رد کړل چې گواکې وژل شوى دى .
په باجوړ کې د طالبانو قوماندان مولوي فقېر محمد د خپلې مړينې په اړه په مېډېا يا رسنيو کې خپاره شوي راپورنه رد کړل
د تحريک طالبان پاکستان مرستيال امير له سېمې څخه د وتلو خبره هم رد کړې.
ورځې وړاندې په پاکستاني مېډېا کې د مولوي فقير د مړينې په اړه راپورنه خپاره شوي و.
په دغه راپورنو کې ويلې شوي وو چې مولوي فقير په مومند اېجنسۍ کې د ځينې مهمو ملګرو سره د امنېتې سرتېرو په بمبار کې وژل شوى دى.
خو نن ( پنجشنبه\زيارت د مارچ ١١ ) له يوه ناڅرګند ځاى څخه د ټيليفون په ليکه مولوي فقير بي بي سي ته وويل چې هغه ژوندى دى او اوس هم باجوړ کې موجود دى.
نوموړي د خپلو دوه ملګرو قاري ضياالرحمن او فاتح محمد په اړه وويل چې هغوى هم سلامت دي.
پاکستاني رسنيو د طالبانو د دوه مهمو قوماندانانو قاري ضياالرحمن او فاتح محمد د مړينې راپورنه هم ورکړي وو.
مولوي فقير محمد زياته کړه کوم ځاى چې د امنيتي سرتيرو لخوا په نښه شوى وو دوى هلته موجود نه وو.
هغه وويل په دغه بريد کې د يوې مېرمنې په ګډون يو شمير عادي وګړي ټپي شوي وو.
د چارواکو ادعا
روانه اونۍ د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمن ملک پېښور کې خبرېالانو سره د خبرو پر وخت ويلې و امکان دى چې مولوي فقيرسره د دوه مهم قوماندانانو د مومند اېحنسۍ په عملياتو کې وژل شوى وى.
رحمن ملک ويلې وو د ا خبره به دهغه لپاره د حيرانتيا ډکه وي که چيرې مولوي فقير له بريده روغ وتلى وي.
نوموړي د ا هم ويلې وو کېداشي چې ډېر ژر د مولوي فقير د وژلو خبر تاييد شي.
مولوي فقير وويل چې هغوى د هيواد او عوامو په خاطر د پاکستاني ځواکونو پر ضد د مقاومت نه کولو په خبره اوس هم ټينګ ولاړ دي.
مولوي فقير د تحريک طالبان د مشر حکېم الله مسعود د وژلو خبره هم رد کړه.
د حکيم الله مسعود په اړه وېلي کېږي چې هغه تېره مېاشت په وزيريستان کې د امريکايي څارګرې الوتکې په بريد کې وژل شوس ، خو طالبان تر اوسه د اخبر رده وي.



















