
حکیم الله مسید اوس هم د طالبانو مشر دی او په راتلونکي کې به یې هم مشر وي. مولوي فقیر محمد
په باجوړ کې د پاکستان د وسله والو طالبانو مشر مولوي فقیر محمد هغه ګنګوسې رد کړې، چې ګواکې د حیکم الله مسید په ځای په سوات کې د پاکستاني طالبانو مشر مولوي فضل الله د هغه ځای ناستی ټاکل کیږي.
له یوه نامعلومه ځایه له بي بي سره په خبرو کې مولوي فقیر محمد وویل، چې حکیم الله مسید، د طالبانو شورا د رایو په اتفاق سره مرکزي مشر ټاکلی و.
د ده په وینا له همدې امله دغه ډول ټولې ګنګوسې دروغ دي، چې ګواکې اوس د حکیم الله مسید په ځای مولوي فضل الله د طالبانو د مشر په توګه ټاکل کیږي.
"د سږ کال په لومړیو کې د مولوي فقیر محمد په اړه هم ویل شوي و، چې د پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله مسید د پاکستاني طالبانو دغه دویم نمبر جګپوړی مشر له خپلې دندې لرې کړی دی."
د نوموړي په خبره حکیم الله مسید اوس هم د طالبانو مشر دی او په راتلونکي کې به یې هم مشر وي.
په سوات کې پر ملاله یوسفزۍ له برید وروسته د پاکستان د کورنیو چارو فدرالي وزیر رحمان ملک ویلي و، چې په سوات کې د طالبانو مشر مولوي فضل الله د حکیم الله مسید په ځای د دغه تحریک د نوي مشر په توګه ټاکل کیږي.
د سږ کال په لومړیو کې د مولوي فقیر محمد په اړه هم ویل شوي و، چې د پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله مسید د پاکستاني طالبانو دغه دویم نمبر جګپوړی مشر له خپلې دندې لرې کړی دی.
هاغه مهال یوې سرچینې بي بي سي ته ومنله، چې دا پرېکړه د طالبانو د مشرانو په شورا کې شوې وه.
د ۲۰۰۹ په اګست کې د بیت الله مسید تر وژل کېدو وروسته د پاکستاني طالبانو ډله کمزورې شوه.
د مسید تر وژل کېدو وروسته، د مولوي فقیر محمد د مشر کېدو احتمال ډېرو. خو تحریک طالبان پاکستان هغه د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمو کې پر خپله دنده پرېښود.












