
د افغانستان په "ارامو سیمو کې هم خبریالان په مرګ ګواښل کېږي".
د افغانستان د ژورنالستانو شورا وايي، خبریالان په دغه هېواد کې کاري مصوونیت نه لري.
دغه شورا وايي افغانستان سره له دې چې د بیان د ازادۍ او د خبریالانو د مصوونیت په اړه بېلا بېل کنوانسینونه لاسلیک کړي، بیا یې هم خبریالانو ته د کار یو خوندي چاپیریال نه دی رامنځ ته کړی.
د دغه شورا اجرایوي مشر وايي، د افغانستان په ارامو سیمو کې هم خبریالان په مرګ ګواښل کېږي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم د خبریالانو پر وړاندې شته ستونزې مني او وايي د دې ستونزو د کمولو په موخه يې د ټولو ولایتونو امینه قومندانانو ته امر کړی چې له خبریالانو سره خپلې اړیکي پراخې کړي.
د افغانستان د ژورنالستانو شورا په دغه هېواد کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه اندېښنه ښيي.
د دغې شورا اجرایوي مشر حفیظ بارکزي په کابل کې یوې خبري غوڼدې ته وویل، افغان حکومت د نړیوالو کنوانسیونونو په لاسلیکولو سره ژمنه کړې چې خبریالانو ته به آزادي ورکوي او امنیت به یې تامینوي، خو خپله دغه ژمنه یې نه ده پوره کړې.
" افغانستان د مصونیت او امنیت په اړه د مدني او سیاسي حقونو د نړیوال میثاق دویم سند، د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا ۱۷۳۷ ام پروتوکول او د جینیوا لومړی پروتوکول لاسلیک کړی او باید د دې پروتوکولونو غوښتنې پلي کړي، خو متاسفانه چې داسې نه کېږي. موږ ستونزې لرو. زموږ خبریالان په امن سیمو کې وژل شوي".
ښاغلي بارکزي زیاته کړه چې آن د افغانستان په ارامو سیمو کې هم ژورنالستان وژل کېږي او ګواښل کېږي خو دوسیې يې د دولت له خوا نه تعقیبېږي.
د یو شمېر خبریالانو له ډلې چې له تاوتریخوالي سره مخامخ شوي وو یو هم عبدالعلیم یوسفزی دی چې شاوخوا یو میاشت وړاندې د کابل په سلیم کاروان څلور لاره کې د وسله والو کسانو له خوا ووهل شو.
"موږ ستونزې لرو. زموږ خبریالان په امن سیمو کې وژل شوي."
د افغانستان د ژورنالستانو شورا مشر حفیظ بارکزی
ښاغلي یوسفزي چې په خبري غونډه کې يې ګډون کړی و، پر ځان د برید کیسه وکړه.
په غوڼډه کې یو شمېر نورو داسې خبریالانو هم ګډون کړی و چې د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې له تاوتریخوالي سره مخامخ او یا هم ګواښل شوي و.
خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، د ټولو ولایتونو امنیه قومندانیو ته امر شوی چې له خبریالانو سره خپلې اړیکې پراخې کړي چې په دې توګه د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخه ونیول شي.
"هیڅوک باید ستاسې د کار مخه ونه نیسي. ستاسې امنیت د افغانستان د پولیسو لپاره ډېر مهم دی. په هغه نوي امر کې چې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر له خوا صادر شوی، راغلي چې باید امنیه قومندانان د خلکو او رسنیو سره خپلې ناستې پراخې کړي، تر څو د هغوی په ستونزو پوه او د حل لارې ورته وړاندې کړي".
خو په افغانستان د خبریالانو یوازینۍ ستونزه امنیت نه دی. خبریالان له دولتي سرچینو د معلوماتو په لاسته راوړلو کې هم له ګڼو خنډونه سره مخامخ دي.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزرات سلاکار جلال نوراني په دې اړه وايي، "اطلاعتو ته د لاسرسي قانون تر کار لاندې دی او د دې قانون په تصویب سره به معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې د خبریالانو ستونزې لرې شي.
ویل کېږي اطلاعاتو ته د لاسرسۍ د قانون په طرح کې هغه دولتي سرچینو ته چې خبریالانو ته مجاز معلومات نه ورکوي، د سزا غوښتنه شوې ده.
د افغانستان د ژورنالستانو شورا د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د خبریالانو د حقونو او د ژورنالیزم د زده کړو ورکولو په برخو کې فعالیت کوي.












