افغان چارواکي: د دندو او معاشونو نوی سيسټم عملي کېږي

د افغانستان د اداري اصلاحاتو کمېسيون وايي د رتبو او معاشونو د ټاکلو د نوي پرگرام پيل د هېواد د سوداگرۍ له وزارت څخه کوي چې وروسته به نورو وزارتونو ته هم وغځېږي.
چارواکي وايي تر هرڅه وړاندې د ياد شوي وزارت چارې ارزوي چې پوه شي په کومه برخه کې څومره مسلکي کارکوونکو ته اړتيا ده، چې په خبره يې له دغې لارې به کار اهل ته کار وسپارل شي.
د افغانستان د سوداگرۍ وزيرانورالحق احدي هيله ښيي چې د دغه نوي پروگرام په عملي کولو سره به يې وزارت تر ډېره په نړيوال معيار برابر شي: ((د دغه نوي سيسټم موخه،د استعداد له مخې د کارکوونکو او تنخواگانو ټاکل دي، ښايي د وزارت د تشکيلاتي ضروروت د ارزونې بهير تر راتلونکو دريو او څلورو مياشتو پورې ترسره شي. ))
له دې وروسته به د دندو يوه تگلاره وټاکل شي چې له مخې به يې په نويو دندو د گمارل کېدونکو کسانو ځانگړتياوې مشخصي شي او کارکوونکي به په اتوماتيک ډول له کاري تجربې او وړتيا پرته لوړو کاري رتبو ته نه شي رسېدای.
په همدې حال کې د افغانستان د اداري اصلاحاتو د کمېسيون مشر احمد مشاهد وايي دغه نوى پروگرام په ټولو وزارتونو کې پلى شي:(( موږ غواړو د بشري معاصرې پوهي او تجربې پرمټ ، سيسټم داسې تعديل کړو چې هم کارکوونکى خوندي شي او هم يې ملاتړ وشي.
همدارنګه دغه سيسټم بايد داسې عملي شي چې په ادارو کې ډېر کار کولو او هڅو ته لاره هواره کړي. ))
پر افغان حکومت يوه نيوکه دا ده چې تر ډېره يې سم خلک په دندو نه دي ګمارلي او نا مسلکي بي تجربې خلک د واسطو او رابطو له مخې مقرېږي چې په دې ډول اداري فساد ته لاره هواره شوې ده.














