افغانستان کې د ښځو په ګډون د بندیانو شمېر ۱۶ زرو ته رسېدلی

ب

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وایي،‌ د ښځو په ګډون ۱۶ زره کسان په محبسونو کې بندیان دي. دغه شمېر نژدې اته میاشتې وړاندې۱۲ زره وو، چې د بندیانو کمساری زیاتوالی ښيي.

په داسې حال کې چې څه کم دوه کاله وړاندې، کله چې طالبان واک ته ورسېدل، د جمهوري حکومت پر مهال ټول بندیان شوي کسان وتښتېدل او ظاهراً ټول محبسونه خالي شول.

د طالبانو حکومت د زندانونو عمومي مشر نږدې اته میاشتې وړاندې بي بي سي ته تایید کړې وه چې د افغانستان په ټولو بندیخانو کې ۱۲ زره او ۵۰۰ کسان ساتل کېږي.

شاوخوا درې نیمې میاشتې وړاندې د کمکي اختر په مناسبت د طالبانو د حکومت سترې محکمې اعلان وکړ چې څه کم ۲۵۰۰ بندیان یې خوشي کړي او د نژدې ۵۰۰ نورو د بند په موده کې یي لږوالی را وستی دی.

خو اوس د پژواک خبري آژانس په وینا، په افغانستان کې د بندیانو شمېر تر ۱۶ زرو اوښتی دی چې په دوی کې کابو ۱۰۰۰ یې ښځې او او همدومره شمېر یې ماشومان دي.

بندیان ولې ډېر شوي؟

بق

د عکس سرچینه، Getty Images

دا چې په دوی کې څومره په کومو جرمونو بندیان شوي، د بندیخونو چارو د تنظیم ادارې ویاند محمد نسیم لالهاند وایي: " په دوی کې هغه زندانیان هم شته چې څو میاشتې وړاندې له ایرانه افغانستان ته رالېږدول شوي دي. دا ۱۶۰۰۰ بندیان د جنايي او حقوقي جرمونو په تور بندیان شوي وو او د اړوندو ارګانونو له خوا زموږ ادارې ته راسپارل شوي دي چې د خپل حبس موده تېره کړي."

د سیاسي بندیانو شمېر نه دی معلوم او اته میاشتې وړاندې هم له بي بي سي سره خبرو کې طالبانو ادعا کړې وه چې زندانیان یې تر ډېره په جنايي جرمونو نیول شوي او یا د نشه یي توکو کاروباریان دي او په وینا یې هېڅ سیاسي بندي نه لري.

خو د یو شمېر مدني فعالانو، د خبریالانو او د پخواني حکومت د پوځي افسرانو د کورنیو غړي وایي چې ورته نژدې خلک یې بندیان دي.

په افغانستان کې واک ته تر رسېدو وروسته د طالبانو حکومت هڅه کړې خپل مخالفین وټکوي چې د ځینو رپوټونو له مخې کله نا کله یې د ښځو په ګډون ملکي خلک ربړولي او بندیان کړي. هغه ادعا چې طالبانو تل رد کړې ده.

داسې ښځې چې محرم یې نشته

ل

د عکس سرچینه، Getty Images

د بندخونو چارو د تنظیم ادارې پوځي مرستیال حبیب الله بدر له پژواک سره خبرو کې د ملګرو ملتونو یو رپوټ رد کړی چې ویلي یې ول په اوسنیو بندیانو کې داسې ښځې او نجونې شته چې د حبس موده یې بشپړه کړې خو محرم نه لري چې ور وسپارلې شي.

ښاغلی بدر وايي، د بندخونو چارو د تنظیم ادارې د کار او ټولنیزو چارو له وزارت سره هوکړه لاسلیک کړې چې له مخې یې بې سرپرستې ښځې له بنده تر خوشې کېدو وروسته په یوه خوندي ځای کې ساتلې کېږي او خپل ژوند تېروي.

د بي بي سي هڅې بریالۍ نه شوې چې د طالبانو له چارواکو واوري چې د بندیانو شمېر ولې ډېر شوی. خو په وروستیو کې طالبانو په جرمونو د تورنو خلکو او د دوی له نظام سره د مخالفینو نیولو کې زیاتوالی راوستی دی.

کله چې دوه کاله وړاندې بېلابیلو ولایتونو ته یو پر بل پسې طالبان ننوتل، له زندانونو داسې بندیان ووتل چې جنايي‌ مجرمین، د طالبانو اړوند کسان او له "اسلامي دولت" نومې داعش ډلې سره تړلي بندیان وو.‌