افغانستان کې سېلابونه: تېرو څلورو ورځو کې ۷ کسان مړه شوي

سېلابونه

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د افغانستان په ځینو سیمو کې په تېرو څو ورځو کې له بارانونو سره هممهاله سېلابونه راووتل چې له امله یې خلکو ته د سر او مال تاوانونه اړولي دي.

په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت ویاند شفیع الله رحیمي په وینا سېلابونو کې لږ ترلږه ۷ کسان وژل شوي دي.

د نوموړي په وينا دغه سېلابونه د چنګاښ مياشتې له ۷ نېټې تر ۱۱ نېټې پورې په پکتيکا، ننګرهار، وردګ، لوګر، کاپيسا، پروان او پکتيا ولايتونو کې راووتل چې له امله يې په دغو ولايتونو کې ۷ ته مړه، ۹ تنه ټپيان او ۳۰۰ کورونه په نيمه او بشپړ ډول ويجاړ شوي دي.

د ښاغلي رحيمي په وينا سېلابونو کې له ۱۰۰ زيات څاروي او زر جريبه زياته کرنيزه ځمکه او باغونه له منځه تللي دي.

نوموړی وايي، د دوی وزارت ولایتي ریاستونو ته لارښوونه کړې چې سېلاب ځپلو خلکو سره لازمې مرستې وکړي او په وینا یې د دفاع وزارت ورسره د هغو کسانو په ژغورلو کې مرسته کړې چې په سېلابونو کې ایسار پاتې وو.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو په حکومت کې د هوا پیژندې ادارې يکشنبه او سبا دوشنبه د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د لنډ مهالو چټکو بادونو وړاندوینه کړې ده.

یادې ادارې ویلي چې په هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، غور، بامیان، دایکنډي، وردګ، کابل، بلخ، کندز او پنجشیر ولایتونو ترڅنګ په سالنګونو کې هم د پېښو د رامنځ ته کېدو امکان شته.

د هوا پېژندنې ادارې ویلي چې د بادونو چټکتیا به په ساعت کې له ۲۰ تر ۸۵ کیلو مترو پورې وي.