افغانستان کې سېلابونه؛ لوګر ولايت کې د وژل شويو شمېر ۲۰ تنو ته رسېدلی

د عکس سرچینه، Social Media
د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې سېلابونو درنه مالي او ځاني زيانونه اړولي دي. د وروستيو معلوماتو له مخې اورښتونو او سېلابونو لوګر، کونړ، وردګ او ننګرهار ولايتونه ډېر زيانمن کړي دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت مرستیال مولوي شرف الدین مسلم وايي، يوازې په لوګر ولایت کې شل تنه وژل شوي او څو تنه نور لادرکه دي.
نوموړی وايي په ياد ولايت کې سېلابونو نهه کلي له ځانه سره وړي او ګڼې کرنيزې ځمکې يې ويجاړې کړې دي.
په وژل شویو کې ۹ تنه ماشومان او دوه ښځې دي او ۳۰ تنه نور ټپیان شوي او څلور تنه لاهم ورک دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت مرستیال مولوي شرف الدین مسلم وايي، د تېرې ورځې له مازدیګر راهیسې سېلابونه ډېر شوي، خو د مرګ ژوبلې پر تله یې مالي تلفات ډېر اړولي دي.
نوموړی وايي، د لوګر خوښۍ ولسوالۍ سېلاب ځپلو سیمو یې د چورلکو په مټ د خلکو رایستلو هڅه وکړه، خو دوی بلې خوندي سیمې ته ولېږدول شول.
دی وايي، دغو په کور د ننه بې ځایه شویو ته یو لنډمهالی کمپ هم جوړېږي.

د عکس سرچینه، BakhtaNewsAgency
بله خوا، د ختیځ ننګرهار ولایت په درو ولسوالیو (پټي کوټ، چپرهار او مرکز کې) سېلابونو مالي زیانونه اړولي او ورڅېرمه د لغمان الینګار ولسوالۍ کې هم شاوخوا ۷۰ کسان سېلابونو کې بند وګړي ژغورل شوي، خو سېلابونو ۱۵ تنه ټپیان کړي دي.
همداراز وردګو ولایت کې هم سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي خو ځاني تلفات نه لري. هلته د غزني- کابل او جلرېز تر بامیان لارې هم د څه مودې لپاره بندې شوې وې، خو تېره شپه بېرته پرانیستل شوې.
وردګو کې یو موټر هم چپه شوی، اوازې دي چې پکې سپاره کسان وژل شوي، خو وايي یوازې ټپیان شوي دي.
د لوګر امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د مالي زیانونو له اړخه سېلابونو تر ۳۰۰ ډېر د استوګنې کورونه یا بشپړ او یا هم تر ډېه حده ویجاړ کړي، ۵۰ کیلومتره موصلاتي لارې یې بندې کړې او شپېته سلنه کرنیزه (نژدې ۵۰۰ زره جرېبه) ځمکه یې، چې ډېر یې د مېوو باغونه دي، ویجاړه شوې ده.
په سېلابونو کې د نژدې ۲۰۰۰ څارویو له منځه تللو خبر هم ورکړل شوی.
څو ورځې وړاندې وړاندې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا "اوچا" ویلي، په دغه هېواد کې د اقلیمي بدلون له کبله خلکو ته ګڼ ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
دغه بنسټ پخپل تازه رپوټ کې ویلي وو چې په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې سېلابونو ۴۱ تنه وژلي او شاوخوا اته سوه کورونه یې ویجاړ کړي دي.
افغانستان که له یوې خوا وچکالۍ ځپلی، وروستیو سیلابونو په پراخه کچه مرګژوبله او مالي زیانونه هم ور اړولي دي.






















