طالبان: د افغانستان په باب د بایډن خبرې د حقیقت درک بولو

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د طالبانو حکومت د افغانستان په باب د امریکا ولسمشر جو بایډ‌ن څرګندونو ته ته غبرګون کې ویلي، موږ د امریکا متحده ايالاتو د ولسمشر دا څرګندونې چې په افغانستان کې اوسمهال جنګي ډلې نه شته، د حقیقت درک بولو او وايو چې دا د ملګرو ملتونو د بنديزونو د څار ډلې هغه راپور تکذيبوي چې ګواکې په افغانستان کې تر شلو ډېري جنګي ډلې شته او فعاليت لري.

وړاندې جو بایډن ویلي وو: "په یاد به مو وي چې د افغانستان په اړه مې څه ویلي و؟ ما ویلي و، چې القاعده به هلته نه وي، ما ویلي و، چې طالبان به موږ سره همکاري وکړي. اوس څه روان دي؟ څه تېرېږي؟ رسنۍ وګورئ. زما خبرې سمې وې".

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د ښاغلي بایډن څرګندونو ته په غبرګون کې پر ټویټر لیکلي: "د اسلامي امارت پاليسي دا ده چې هيڅ چاته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو په ضرر وکاروي. په دې اړه زموږ کړني د امریکا په شمول د هیچا په مرسته او فرمایش نه تر سره کیږي".

نوی رپوټ: د ټرمپ او بایډن پرېکړې د تېر افغان حکومت د پرځېدو او د طالبانو بیا واکمنېدو لامل شوې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه نوي خپاره کړي رپوټ کې ویلي، چې نژدې دوه کاله وړاندې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په تړاو د ولسمشرانو- ټرمپ او بایډن- پرېکړې د تېر افغان حکومت د پرځېدو او د طالبانو د بیا واکمنېدو لامل وګرځېدې.

ولسمشر بایډن پرون ددغه راپور په تړاو په یوه خبري غونډه کې د يوې پوښتنې په ځواب کې یو وار بیا د افغانستان په اړه د خپلې پرېکړې ملاتړ وکړ. ده وویل:

''دریاد کړئ چې ما هغه وخت څه وویل؟ ما وویل چې القاعده به هلته نه وي، ما وویل چې موږ به له طالبانو مرسته واخلو. اوس څه پېښېږي؟ رسنۍ مو وڅارئ، ما سم ویلي وو. ''

د امریکا د دفاع وزارت دغه ارزونه له دې امله هم شوې وه چې په افغانستان کې له شل کلن پوځي حضور وروسته د امریکا د پوځي حضور پر ناڅاپي پای ته رسېدو او راولاړ شوي کړکېچ نیوکې او غوسې راپارېدلې وې. دغې ارزونې دا ټینګار هم کړی چې له دغه کړکېچ لږ وړاندې پوهاوی ښايي د دې لامل شوی وی چې حالت دومره نه وای خراب شوی.

له دې وړاندې د امریکا د ملي امنیت شورا هم له افغانستانه د وتلو په اړه د یوې ارزونې راپور ډاګیز کړی و خو د دفاع وزارت د دغې داخلي ارزونې د پایلو له ډاګیزولو يې ډډه کړې وه. دغه راپور لا هم د دفاع وزارت لخوا محرم دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه نوي خپاره کړي رپوټ کې ویلي، چې نژدې دوه کاله وړاندې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په تړاو د ولسمشرانو- ټرمپ او بایډن- پرېکړې د تېر افغان حکومت د پرځېدو او د طالبانو د بیا واکمنېدو لامل وګرځېدې.

په دغه رپوټ کې راغلي، چې له افغانستانه له ګډوډۍ ډکې وتنې لامل د امریکايي حکومت ناسم مدیریت و. رپوټ کې دا هم ویل شوي، چې د امریکا حکومت د دغه بهیر لپاره د پرېکړو روښانه او د کړکېچ د کابو کولو لپاره د پلان جوړونې یوموټی جوړښت نه لاره.

د امریکا د حکومت دغه راپور چې یوه داخلي ارزونه ده، د تېر میلادي کال په مارچ کې بشپړه شوې خو ایله پرون جمعه ډاګیز شو.

د امریکا د دفاع وزارت دغه راپور وايي چې د امریکا د اوسني او پخواني ولسمشر دواړو پرېکړې په افغانستان کې د دولت د نسکورېدو او د وتلو په بهیر کې د ګډوډۍ لامل شوې.

که څه هم دغه راپور د شپږ زرو امریکايانو په ګډون د یو لک او پنځه ویشت زره کسانو ایستل ستایي خو دا ټینګار هم کوي چې په راتلونکي کې دې په ورته شرایطو کې د وتلو روښانه پلانونه له وړاندې چمتو وي او یو کس دې مسؤل هم ګومارل شوی وي.

په راپور کې راغلي چې له افغانستانه که د امریکا وتل که څه هم تر مخ پلان شوي وو خو د عملیاتو په بهیر کې حتا پرسونل په دې نه پوهېدل چې په بهرنیو چارو وزارت کې څوک د دغه بهیر د مشرۍ مسؤلیت لري.

رپوټ تر ډېره د امریکا د وتلو د بهیر پر مدیریت هم د نیوکې ژبه کارولې. راپور وايي ولسمشر بایډن او له هغه وړاندېني ولسمشر ټرمپ دواړه په دې کې پاتې راغلي وو چې پوه شي څرنګه به له افغانستانه د امریکا د پوځ وتل د افغان حکومت ثبات له خطر سره مخ کړي او د وتلو بهیر يې هم په داسې پرسونل مدیریت کاوه چې تازه څو ورځې یا اونۍ افغانستان ته رسېدلي وو.