پخوانی امریکايی قومندان بایډن ته: طالبانو ته ووایئ که اوربند ونه کړي پوځ نه کمېږي

د خپرېدو وخت

افغانستان کي د بهرنیو ځواکونو یوه پخوانی قومندان د امریکا ټاکلي ولسمشر ته سپارښتنه کړې "طالبانو ته په زغرده ووایئ چې که له لږ تر لږه ۱۸۰ ورځې اوربند سره هوکړه ونه کړي، نو ځواکونه نه کمېږي. "

جیمز ستاوریدیس له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۳ افغانستان کې د نړیوالې ټلوالې د پوځ قومندان و او دا خبره یې د لندن ټایمز ورځپاڼه کې د یوه یاداښت خپرولو سره کړې ده.

ښاغلي ستاوریدیس لیکلي: "القاعده لا هم افغانستان کې عملیاتي حضور لري او د داعش نفوذ ډېرېږي او طالبان لا هم د پاکستان څارګرو ادارو سره کار کوي. "

دا غوښتنه په داسې مهال ده چې د امریکا اوسني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپل واک د پای ته رسېدو پنځه ورځې مخکې یانې د راتلونکې جنورۍ پر ۱۵ له افغانستان د دوو زرو نورو سرتېرو د اېستلو امر کړی دی.

دې سره افغانستان کې د امریکايي پوځ شمېر تر دوه نیم زرو کمېږي.

درې سپارښتنې

د سمندري ځواکونه متقاعد جنرال جیمز ستاوریدیس په دغه یاداښت کې جو بایډن ته درې سپارښتنې لري.

لوړی دا چې امریکا باید خپلې موخې درک کړي: "موږ غواړو افغانستان باید تر یوه برید د واک وېشلو ډموکراټیک هېواد وي چې د طالبانو استازي هم وکړي. "

د هغه په خبره، ټاکلې نه ده چې افغانستان په سویس بدل شي، خو باید د داسې حالت مخنیوی هم وشي چې "چورلکو کې د سفارت له څنډو الوت وشي، د ویتنام د ماتې تجربه لرو."

دغه پخوانی قومندان دویمه سپارښتنه کې وايي، باید د خبرو پرمختګ لپاره طالبانو ته وښيو چې "د ناټو معتبر پوځ به پاتې وي چې د جګړې وړتیا، ځانګړي او روزنیز ځواکونه ولري. "

د هغه په خبره، د همدې لپاره د امریکا د پنځو زرو سرتېرو په ګډون لس زرو پوځیانو ته اړتیا ده.

نوموړی وروستۍ خبره کې د امریکا نوي ولسمشر ته دا سپارښتنه هم کوي چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره اوږدمهالې مالي ژمنتیا ته باورمنه کړي.

د هغه په اند، سوېلي ویتنام د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته ونه پرځېد، بلکې هغه وخت وپرځېد چې د امریکا کانګرس پرې د څو کلونو بودیجه ناڅاپه بنده کړه.