"افغانستان او عراق نور د ایران بې کیفیته پټرول نه پيري"

د عکس سرچینه، Social media
د ایران د نفتي توکو د صادرونکو ټولنې مشر حمید حسینی وايي، دا چې د ایران د پټرولو کیفیت ټیټ شوی افغانستان او عراق نور له دوی پټرول نه پېري.
د ښاغلي حسیني په وینا، دغه دواړه ګاونډیان یې د ایران پر ځای اوس له ازبکستان او روسیې پټرول پېري.
د رپوټونو له مخې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په وروستیو میاشتو کې څو ځله په ایراني "بې کیفیته" پټرولو بار ټانکر موټر بېرته له پولې ایران ته ورستانه کړي دي.
خو دغه ایراني چارواکي د ایران مهر خبري اژانس ته ویلي: "د تیلو کوچني چاڼځایونه اړ دي چې په لوړ کیفیت تېل تولید کړي ځکه افغانستان او عراق نور دا ډول پټرول نه اخلي."
د ښاغلي حسیني په وینا په قصدي توګه د بې کیفیته پټرولو تولیدول به د دې لامل شي چې د ایران د نفتو صادرات زیان ومومي او بېرته ایران ته ور واستول شي.
نوموړی زیاتوي: "د توکو قاچاق سره د مبارزې مرکز دا اجباري ګرځولې چې چاڼځایونه باید بې کیفیته پټرول تولید نه کړي."
خو حسیني دا نه ده روښانه کړې چې بېرته ورګوځول شویو پټرولو سره څه کوي.
د ایران دولت د پټرولو او تیلو کوچنیو تولیدونکو ته سبسایډي یا مالي ملاتړ ورکوي نو ځکه ویل کېږي چې له دغه هېواده نږدې ګاونډیانو ته د تېلو قاچاق زیات دی.




















