تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي تېر لمريز کال يې له ۱۹۴ ميليارده افغانيو ډېر عوايد راټول کړي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د مالیې وزارت چارواکي وايي تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې یې له ۱۹۴ ميلیارده افغانیو ډېر عواید راټول کړي چې د وړم کال پرتله ۳۷ سلنه زیاتوالی ښيي.
وړم کال چې د طالبانو د واکمنۍ لومړی کال و څه کم ۱۴۲ ميلیارده افغانۍ عوايد ټول کړي وو.
د طالبانو د حکومت د ماليې وزارت د عوایدو عملیاتي مرستیال معراج محمد معراج په کابل کې یوې خبرې غونډې ته د تېر کال د رپوټ وړاندې کولو پر مهال وويل، "په ۱۴۰۱ لمریز کال کې زموږ عوايد ۱۹۴.۴ ميليارده افغانۍ دي چې دا د تېر کال پرتله ۳۷ سلنه ډېروالی ښيي."
د مالیې وزارت چارواکو د ۱۴۰۱ لمریز کال لپاره د بودیجې په اړه هم څرګندونې وکړې او ویې ویل د دې کال بودیجه لومړنۍ هغه وه چې له څو لسیزو وروسته په خپله د افغانانو لخوا جوړه شوې وه او په بشپړه توګه پر کورنیو عوایدو تکیه وه.
چارواکي وايي له نړیوالو بندیزونو سره د ۲۳۹ ملیاردو افغانیو بودیجې جوړول تقریباً ناشونې برېښېده.
په یاد وزارت کې د خزانو عمومي رییس نصرت الله محمود خبرې غونډې ته وويل، "توانېدلي وو چې ۲۳۹ ميليارده بوديجه جوړه کړو چې له جملې يې ۲۱۰.۵ ميليارده عادي بوديجه او ۲۸.۵ ميليارده پرمختيايي بوديجه وه."
چارواکي وايي د ۱۴۰۱ لمریز کال بودیجه داسې حال کې جوړه شوه چې د نړیوالو لخوا د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدو او پر بانکي راکړې ورکړې محدودیتونو دا بودیجه د لګښتونو او عوایدو له پلوه له لوی کسر سره مخامخ کړې وه. خو په وینا یې په لګښتونو کې د سپما د اصل په مراعتولو، بې ځایه لګښتونو په مخنیوي او فساد سره د مبارزې په پایله کې په بودیجه کې د ۴۳ اعشاره اوه ملیارده افغانیو د کسر مخنیوی وشو.
چارواکي وايي چې د افغانستان مالیاتي قوانین هم له خصوصي سکتور سره په مشوره اړوي چې نوی قانون يې د تصویب په حال کې دی او زر به عملي شي.
د چارواکو وینا ده چې د مالیاتو په برخه کې ټول غیر شرعي موارد لکه سود او مالي جرمانې له مینځه تللي او د داخلي صنعت د ودې لپاره ډېرې اسانتیاوې رامنځ ته شوي چې ورسره د مالیاتو د ټولولو کړنلاره ښه شوې ده.
د مالیې وزارت چارواکي تېر ۱۴۰۱ لمریز کال په ټوله کې یو ښه کال بولي او وايي چې دې وزارت هره میاشت د اقتصاديي پایې د څرخولو لپاره له اتو تر لسو میلیاردو افغانیو پورې مارکېټ ته پمپولې.