یوې زورورې زلزلې د افغانستان او پاکستان په ګډون سیمه لړزولي، مرګ ژوبله په لوړېدو ده

د عکس سرچینه، Rescue 1122
افغانستان کې د طالبانو حکومت طبیعي پېښو ته د رسېدو وزارت د بیګانۍ زلزلې له کبله د مرګ ژوبلې لوړېدو خبر ورکړی.
د یاد وزارت ویاند شفیع الله رحیمي نن 'چارشنبه' رسنیو ته په لیږلي پیغام کې ویلي " له بده مرغه زمونږ لومړني راپورونه ښيي چې د دغې زلزلې له کبله د هېواد له ۷ څخه په ډېرو ولایتونو کې له ۵۰ څخه ډېر کسان وژل شوي او ټپیان دي او نژدې ۳۰۰ کورونه هم نیمه ویجاړ یا په بشپړ ډول له منځه تللي."
دی وایې تر اوسه د لسو کسانو وژنه تایید شوې خو په وینا یې دا شمېرې ښايي بدلې شي.
یاد وزارت ویلي دا شمېرې له کابل، بدخشان، پکتیکا، خوست، تخار، لغمان، خوست، سمنګان او بغلان څخه ور رسیدلي دي.
له دې وړاندې د طالبانو عامې روغتیا وزارت ویلي وو، دغه هېواد کې د تېرې شپې زلزله کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴ او د ټپيانو ۷۰ ته لوړ شوی دی.
لومړیو رپوټونو کې په افغانستان کې د دې زلزلې له کبله د ۲ کسانو د وژل کېدو او ۲۰ نورو د ټپي کېدو ویل شوي وو.
دا نسبتآ زوروره زلزله بیګا شپه د افغانستان پر وخت نهه بجې او ۱۷ دقیقې رامنځته شوه.
د رېښتر په کچه د ۶ اعشاریه ۵ درجې دې زلزلې مرکز د افغانستان شمال ختیځ بدخشان ولایت ښودل شوی.
دا ولایت له پاکستان، تاجکستان او چین سره پولې لري.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
له دې سره خیبرپښتونخوا کې هم ځايي چارواکو ویلي دي چې دغلته دې زلزلې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژلي او ۴۶ نور ټپي کړي دي.
خیبرپښتونخوا کې طبیعې پېښو ته د رسېدو ادارې ویلي، له ټولو ډېره مرګژوبله سوات کې اوښتې ده.
له دغه ځایه د ۷ کسانو د مړینې او ګڼو نورو د ټپي کېدو راپور ترلاسه شوی.
په کوز دیر کې بیا ۲ کسان مړه او څو نور ټپي شوي دي.

د عکس سرچینه، Anadolu Agency
د زلزلې له کبله خیبر پښتونخوا په ځینو سیمو کې د برېښنا تجهیزاتو هم اور اخیستی او د هزاره ضلعې ځینو سیمو برېښنا پرچا شوې ده.
رپوټونو کې راغلي چې د سوات - کالام سړک هم د ځمکښوېدنې له کبله تړل شوی.
ځايي چارواکو د سوات په سیدو شریف روغتون کې بېړنۍ حالت اعلان کړی او نورو ادارو ته د چمتووالي ویل شوي دي.
افغانستان کې د طالبانو حکومت عامې روغتیا وزارت هم ویلي چې په ټول هېواد کې روغتيايي مرکزونه اماده دي، په ولایتونو کې ټولو رئيسانو ته امر شوی، چې خپل روغتيايي پرسونل ته د چمتووالي امر وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو حکومت کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني هم د دغه وزارت ټولو اړوندو مسؤلانو ته ځانګړې لارښونه کړې چې په زیانمنو شویو سیمو کې خلکو سره په خپلو شته امکاناتو سره مرسته وکړي.
د امریکا جیولیوجیکل سروې رپوټ له مخې د دې زلزلې مرکز افغانستان کې د بدخشان ولایت د مرکز فیض اباد د سویل ختيځ په ۷۵ کيلومترۍ کې د هندوکش غرونو لړۍ کې څه باندې ۱۸۷ کیلومتره تر ځمکه لاندې و.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
د پاکستان میټرو جیولوجیکل ادارې بیا د دې زلزلې کچه د رېښتر شپږ اعشاریه اته درجې بللې ده.
رپوټونه وايي، د تاجکستان، ترکمنستان او د هند په ځینو سیمو کې هم د زلزلې ټکانونه محسوس شوي دي.




















