تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا؛ له افغانانو سره خپلې مرستې روانې ساتو
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د نوي کال (نوروز) په درشل کې له افغانانو سره د مرستو د دوام ټټر وهلی.
د دغې هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ونډي رات شېرمن ویلي " پداسې حال کې چې مونږ نوي کال ته ښه راغلاست وایو، باید ووایم، مونږ د امریکا متحده ایالات د افغانانو تر څنګ ودرېږو."
نوموړې په یوه بیان کې چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ هم بیا خپور کړی ویلي "مونږ د ۲۰۲۱م کال اګست راهیسې له افغانانو سره د یو اعشاریه یو ملیارد ډالرو بشري مرسته کړي، مونږ له هغو افغانانو سره چې له تاوتریخوالي، لویدلي اقتصاد، کورونا، بې ځایه کېدو او طبیعي افتونو له کبله زیانمن شوې مرسته کړې."
د امریکا دغې استازې د نوروز مبارکۍ تر څنګ په افغانستان کې له اړمنو سره د مرستې د دوام ژمنه هم بیا تکرار کړي.
په همدې لړ کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د نوي کال مناسبت بیان کې هیله څرګنده کړې چې افغان نجونو ته د زدکړو او کار اجازه ورکړل شي.
نوموړي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي "څنګه چې نوروز د پسرلي، خوشبینو او نوي پیل پیلامه ده زمونږ غټه هیله دا ده چې افغان نجونې پکې زدکړو او کار ته ور وګرځي، په ټولنه کې د دوی ګډون به دغه هېواد ته روښانه راتلونکی ورنصیب کړي."
ښاغلي توماس وېسټ یادونه کړي چې افغانان تېر کال له سختو ننګونو سره مخ وو، هغه راتلونکي ته د نېکو هیلو تر څنګ د اړمنو افغانانو سره د ودرېدو او د مرستو د دوام ژمنه کړې.
امریکا له کلونو راهیسې له افغانستان سره په رنګا رنګ مرستو کې ښکیله ده خو د پخواني جمهوري نظام له نسکوریدو وروسته یې په ښکاره ډېرې مرستې بشري برخې ته ځانګړي کړي.
د طالبانو واکمنۍ له پیل راهیسې د امریکا تر څنګ ډېرو نورو هېوادونو هم افغانستان ته مرستې ماتې کړي او دلیل یې په دغه هېواد کې لوږه، بې وزلي او بې کاري یادیږي.
د هېوادونو مرستو تر څنګ ځينې سازمانونه له ډلې یې ملګري ملتونه دا مهال افغانستان ته د مرستو غوښینه برخه لیږدوي او ډېر وخت خو دا نږدې هره اونۍ څلوېښت میلیونه ډالره اعلانیږي.
اټکل کېږي چې د بشري مرستو په نامه دغو پيسو د افغانستان اقتصاد او افغانیو ارزښت ته ستره ګټه رسولي او دا هېواد یې له سخت بشري ناورینه ژغورلی دی.