تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان کې د امریکایي ماموریت د پای په اړه پلټنې پیلوي
د امریکا بهرنیو چارو وزارت مسوولین وايي، په افغانستان کې د امریکا وروستیو دیپلوماتیکو عملیاتو ته له سره کتنه کوي.
درویټرز په رپوټ کې د یاد وزارت مسوولینو له قوله ویل شوي، د یاد وزارت عمومي پلټونکې به له کابله په بېړنیزه توګه د امریکا سفارت چارواکو ایستلو په ګډون وروستیو کې په افغانستان کې د جو بایډن حکومت دیپلوماتیکو فعالیتونو ته له سره کتنه وکړي.
رپوټ کې راغلي عمومي پلټونکې به دغه راز افغان کډوالو ته د امریکا ځانګړې ویزا او په دغه هېواد کې د دوی مېشت کولو پروګرام هم له سره ارزوي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت عمومي پلټنو دفتر سرپرستې ډیانا شا د دوشنبې پر ورځ د امریکا کانګرېس ته وویل، دوی په افغانستان کې د امریکا دیپلوماتیک او پوځي ماموریت پای ته رسېدو چارو ته د بیا کتنې ''څو پروژې پیلوي. ''
د یادونې ده، د امریکا کانګرېس یو شمېر غړو له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتلو پر تګلاره سختې نیوکې کړې.
د دې عملیاتو په وروستیو کې کابل هوايي ډګر ته څېرمه یوه ځانمرګي برید کې د ۱۳ امریکايي پوځیانو په ګډون لسګونه ملکی خلک ووژل شول.
د یادونې ده چې د اګست پر پنځلسمه د افغانستان مخکیني حکومت له نسکورېدو وروسته طالبانو د کابل کنټرول ترلاسه کړ او د نژدې دوو اونیو په عملیاتو کې امریکايي ځواکونو د کابل هوايي ډګر له لارې نژدې ۱۱۰ زره بهرني وګړي او افغانان له هېواده وایستل.
کابل ته د طالبانو له ننوتو سره د امریکا بهرنیو چارو وزارت هغه مهال وویل، چې افغانستان کې د بدلېدونکي امنیتي وضعیت له کبله کابل کې خپل سفارت د دې ښار هوایي ډګر ته لېږدوي.
یاد وزارت هغه مهال افغانستان کې مېشتو امریکایي وګړو ته خبرداری ورکړ چې کابل کې امنیتي وضعیت په چټکۍ بدلېږي او سپارښتنه یې ورته وکړه چې ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي.
امریکایي چارواکو د اګست پر پنځلسمه ومنله چې کابل کې یې د امریکا هغه مهال سفیر راس وېلسن یې د سفارت له ودانۍ ایستلی، د کابل هوایي ډګر ته لېږدول شوی او همدا راز کابل کې د امریکا پر سفارت د دې هېواد بیرغ راښکته کړل شوی دی.
د تېر اګست پر ۳۱ مه وروستی امریکايي پوځي د کابل هوايي ډګر له لارې له افغانستانه ووت او ورسره له دغه هېواده د امریکايي پوځیانو او دیپلوماتانو ایستلو بهیر پای ته ورسېد.