په سوېس کې د افغانستان شتمنۍ لسګونه مېلیونه ډالره ګټه کړې خو 'د حالت تر عادي کېدو د لګښت وړ نه دي'

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

په سوېس کې د افغانستان د امانتي صندوق څارونکي بورډ ویلي له هغه وخته چې د افغانستان درې نیم میلیارده ډالره شتمني د امریکا له مرکزي بانکه وتلي شاوخوا اویا مېلیونه ډالره ګټه یې کړې ده.

د دغه بورډ یوه غړي انوارالحق احدي بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل " دا پیسې اول د امریکا ماليې وزارت په یوه ځانګړي حساب کې وې چې هلته یې ګټه ۳۶ میلیونه ډالره وه اوس څو میاشتې کیږي چې دا پیسې مو یوه بل بانک ته لېږدولي او تر تېرې اونۍ یې ۳۴ مېلیونه ډالره ګټه کړې چې ټولې ۷۰ مېلیونه ډالره کیږي."

د ښاغلي احدي په وینا د افغانستان له ازادو شویو شتمنیو تر اوسه څه پیسې ندي لګول شوې او په وینا یې ګټل شوې ۷۰ مېلیونه ډالر به هم په همدې حساب کې پاتې کیږي.

د افغانستان د امانتي صندوق بورډ ویلي دا پیسې به د حالت تر عادي کېدو په همدې بانک کې امانت ساتل کیږي خو په وینا یې د اړتیا په صورت کې ترې ګټه هم اخیستل کیدای شي او که شرایط برابر شول د افغانستان بانک ته هم ورکول کېدای شي.

انوارالحق احدي وایي د دغو پیسو اړوند هر ګام به د دوی او په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت په ګډه موافقه کېږي.

دې بورډ د دغې شتمنۍ د ساتلو پر څرنګوالي خوښي ښودلې او په وینا یې که همداسې یې مصرف ته جدي اړتیا پیدا نشي ګټه به یې لا زیاته شي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په نړیوال بانک کې د افغانستان د بهرنیو اسعارو شاوخوا نهه میلیارډ ډالرو په ارزښت زېرمه چې څه باندې اوه میلیارد ډالر یې په امریکايي بانکونو کې وې، د امریکا له خوا کنګل شوې وې.

د امریکا خزانې وزارت بیا تېر کال له دغو زېرمو څخه د درې نیم میلیارده ډالرو د خوشي کیدو اعلان وکړ او د سپتمبر په میاشت کې یې سوېس ته ولېږدولې.

د دغو پیسو ساتنې ته د افغان فنډ په نوم یوه څارنډله هم ګمارل شوې.

دغه دریمګړی صندوق د امریکا او سویس حکومتونو او ځینو افغان اقتصادي کارپوهانو په مشوره جوړ شوی دی او د سویس له بي ای اېس بانک سره بانکي حساب لري.

ددې صندوق د څارنې لپاره څلور کسیزه کمېټه ټاکل شوې ده.

په سویس کې یو چارواکی، په دې هېواد کې د امریکا سفیر، د افغانستان د مالیې پخوانی وزیر انوار الحق احدي او د افغانستان بانک د عال‍ي شورا غړی شاه محمد محرابي د دغه بورډ غړي دي.

که څه هم د امریکا یوې ایالتي محکمې د هغو درې نیم میلیارده ډالرو نورې شتمنۍ په اړه هم پرېکړه کړې چې د سپتمبر ۱۱مې قربانیانو کورنیو ته به نه ورکول کیږي خو لا یې د وروستي برخلیک په اړه کره څه نشته.

دغې محکمې دا اندازه پیسې د افغانستان د خلکو او پخواني جمهوري دولت شتمني بللي وه.

د افغانستان د شتمنۍ ساتنې دا دریم ګړۍ بورډ هم وایې چې په امریکا کې د کنګل درې نیم میلیارده ډالرو شتمنۍ په اړه دوی ته تازه څه ندي ویل شوې خو په وینا یې که دا پیسې هم سوېس ته ولیږل شي ګټه به یې افغانستان ته ډېره وي.

د سویس حکومت ویلي، په اوږدمهال کې د افغانستان د امانت صندوق هدف دا دی چې دا پیسې د افغانستان بانک ته ولیږل شي، خو په وینا یې هغه مهال دا کار ممکنه دی چې د افغانستان بانک خپله خپلواکي او دا ثابته کړي چې د طالبانو تر اغېز لاندې نه دی او همداراز دا ډاډ ورکړي چې له پیسو مینځلو سره مبارزه کوي او د تروریستي ډلو ملاتړ ته اجازه نه ورکوي.