په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي د خپلو خبرو په تړاو بښنه وغوښته

پاکستاني سفیر

د عکس سرچینه، @PAKISTANPR_UN

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم د افغانستان په تړاو د بشردوستانه غونډې په بهیر کې د خپلو څرګندونو له امله بښنه غوښتې. ښاغلی اکرم وايي د هغه په خبرو چې د خوابدي لامل شوي بښنه غواړي.

هغه وايي خبرې یې سمې نه وې او ده د پاکستان دریځ منعکس نه شو کړای.

منیر اکرم په خپله ټوېټر پاڼه خپاره شوي پیغام کې ویلي زه پښتني کلتور ته ژور درناوی لرم، زده کړو ته د ښځو او نجونو د لاسرسي مخنیوی نه اسلامي دی او نه هم پښتني کلتور.

د پاکستان سفیر د ملګرو ملتونو یوې غونډې ته ویلي وو "زموږ له نظره هغه بندیزونه چې د افغان چارسمبالي حکومت له لوري لګول شوي، ‌تر ډېره د پښتنو له کلتوري‌ برخې سرچینه اخلي،‌ نه له مذهبه. د همدې کلتور له مخې ښځې باید په کورونو کې وساتل شي."

ښاغلی اکرم دا هم ویلي وو چې دغه کلتور په تېرو سلو کلونو کې نه دی بدل شوی.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د هغه څرګندونو پراخ غبرګونونه را وپارول. د ملګرو ملتونو د افغانستان چارسمبالی استازی نصیر احمد فایق هم د نوموړي څرګندونې په کلکه رد کړې وې او ویلي یې وو "د طالبانو کړنې د افغانستان د خلکو له هېڅ کلتور سره اړخ نه لګوي."

په ایران کې د افغانستان مخکېني سفیر او لیکوال غفور لیوال پر ټوېټر توند غبرګون کې ویلي وو "د افغانانو د فرهنګ (کلتور) په اړه ستا نامسئولانه څرګندونې د یوې ژورې ناپوهۍ، ناخبرۍ او بې فرهنګۍ نښې دي."

دغه راز د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي په ښځو تعلیم نه کول د پښتنو رواج نه دی او د نوموړي په ټکو" له ډیوېډ جونز څخه رانیولې تر کرنل امامه د ملګرو منصوبه ده چې پښتانه افغانان وروسته پاتې وساتی ځکه هغوی تل د ښځو تعلیم رد کړی دی." .

د ملي عوامي ګوند د خیبرپښتونخوا مشر 'ایمل ولي خان' هم ویلي چې "د پښتنو نجونو په اړه ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازي له سپکاوي ډکې څرګندونې د منلو نه دي."

هغه پر خپل ټویټر لیکلي "موږ پښتانه پر خپلو ښځو ویاړو چې د ژوندانه ټولو اړخونو کې زموږ د سړیو ملاتړ کوي."

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.