تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي د خپلو خبرو په تړاو بښنه وغوښته
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم د افغانستان په تړاو د بشردوستانه غونډې په بهیر کې د خپلو څرګندونو له امله بښنه غوښتې. ښاغلی اکرم وايي د هغه په خبرو چې د خوابدي لامل شوي بښنه غواړي.
هغه وايي خبرې یې سمې نه وې او ده د پاکستان دریځ منعکس نه شو کړای.
منیر اکرم په خپله ټوېټر پاڼه خپاره شوي پیغام کې ویلي زه پښتني کلتور ته ژور درناوی لرم، زده کړو ته د ښځو او نجونو د لاسرسي مخنیوی نه اسلامي دی او نه هم پښتني کلتور.
د پاکستان سفیر د ملګرو ملتونو یوې غونډې ته ویلي وو "زموږ له نظره هغه بندیزونه چې د افغان چارسمبالي حکومت له لوري لګول شوي، تر ډېره د پښتنو له کلتوري برخې سرچینه اخلي، نه له مذهبه. د همدې کلتور له مخې ښځې باید په کورونو کې وساتل شي."
ښاغلی اکرم دا هم ویلي وو چې دغه کلتور په تېرو سلو کلونو کې نه دی بدل شوی.
د هغه څرګندونو پراخ غبرګونونه را وپارول. د ملګرو ملتونو د افغانستان چارسمبالی استازی نصیر احمد فایق هم د نوموړي څرګندونې په کلکه رد کړې وې او ویلي یې وو "د طالبانو کړنې د افغانستان د خلکو له هېڅ کلتور سره اړخ نه لګوي."
په ایران کې د افغانستان مخکېني سفیر او لیکوال غفور لیوال پر ټوېټر توند غبرګون کې ویلي وو "د افغانانو د فرهنګ (کلتور) په اړه ستا نامسئولانه څرګندونې د یوې ژورې ناپوهۍ، ناخبرۍ او بې فرهنګۍ نښې دي."
دغه راز د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي په ښځو تعلیم نه کول د پښتنو رواج نه دی او د نوموړي په ټکو" له ډیوېډ جونز څخه رانیولې تر کرنل امامه د ملګرو منصوبه ده چې پښتانه افغانان وروسته پاتې وساتی ځکه هغوی تل د ښځو تعلیم رد کړی دی." .
د ملي عوامي ګوند د خیبرپښتونخوا مشر 'ایمل ولي خان' هم ویلي چې "د پښتنو نجونو په اړه ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازي له سپکاوي ډکې څرګندونې د منلو نه دي."
هغه پر خپل ټویټر لیکلي "موږ پښتانه پر خپلو ښځو ویاړو چې د ژوندانه ټولو اړخونو کې زموږ د سړیو ملاتړ کوي."
په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.