د بشري حقونو څار سازمان په کرېکټ نړیواله شورا کې د افغانستان غړیتوب ځنډول غوښتي

افغان کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د بشري حقونو څار نړیوال سازمان د کرېکټ له نړېوالې شورا غوښتي، په دغه بنسټ کې د افغانستان غړیتوب تر هغې وځنډوي چې د طالبانو حکومت ښځو ته د زدکړو، کار او ورزش اجازه نه وي ورکړې.

په دغه سازمان کې د نړیوال نوښت مشرې مېنکي وورډن په یوه بیان کې لیکلي "د کرېکټ نړیواله شورا دې د طالب واکمنۍ لاندې افغانستان غړیتوب او په نړیوالو سیالیو کې د دغه هېواد ګډون وځنډوي."

د نوموړي دا بیان بیا وروسته د بشري حقونو څار نړیوال سازمان له خپل رسمي ټوېټر ادرسه هم شریک کړی.

د بشري حقونو څار سازمان یوې غړې هم له بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره په خبرو کې ویلي، د هغې دا بیان "د بشري حقونو د څار سازمان رسمي نظر دی."

په دغه بیان کې د کرېکټ نړیوالې شورا کړنلارې او اصولو ته هم اشاره شوې چې په وینا یې د کرېکټ غړي هېوادونه باید څنګه د ښځو او سړیو متوازن پرمختګ ته کار وکړي.

مېنکي وورډن د کرېکټ نړېوالې شورا ته د کرېکټ په غړي هېوادونو کې د توکمیز، جنسیت، جندر، کولتور، رنګ او هر ډول تبعیض پرته پالیسیو د پلي کېدو یاد هم ور تازه کړې چې په وینا یې افغان اوسني واکمنان ورته پام نکوي.

افغانستان په ۲۰۱۷م کال کې د کرېکټ نړیوالې شورا بشپړ غړی شو، هغه مهال د کرېکټ بورډ چارواکو ویلي وو"بشپړ غړیتوب به افغانستان ته د نورو امتیازاتو تر څنګ په مالي برخه کې هم ګټور وي."

ویل کیږي افغانستان ته له دې ادرسه د کال شاوخوا ۵۰ ملیونه ډالره ورکول کیږي.

پر افغانستان له دې اړخه د کړۍ تنګېدو دا غوښتنه داسې مهال کیږې چې اوونۍ وړاندې اسټرالیا د ورته نیوکو له کبله له افغانستان سره د درېیو یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ لغوه کړه.

افغان کرېکټ بورډ، افغان لوبغاړو او د کرېکټ لوبې مینه والو د اسټرالیا دغه ګام "ناعادلانه" وباله او ډېرو له اسټرالیا وغوښتل چې سیاست او لوبو ته له دوه بېلو نظرو وګوري.

د اسټرالیا کرېکټ بورډ یوه چارواکي له پراخو غبرګونونو وروسته بیا هم له خپل درېځه ننګه وکړه او په وینا یې"دا سیاست نه بلکې د بشري حقونو موضوع ده."

cricket

د عکس سرچینه، Mirwais Ashraf

د افغانستان کرېکټ بورد څه وايي؟

که څه هم د افغانستان د کرېکټ بورډ چارواکو د بشري حقونو څار سازمان وروستۍ دریځ ته تر اوسه څه نه دي ویلي، خو د وروستیو ناندریو ته په کتو د افغانستان کرېکټ بورډ مشر میرویس اشرف په یوه تازه بیان کې چې نن دوشنبه خپور شوی، د کرېکټ نړېوالې شورا او غړو هېوادونو سره د خپلو رغنده خبرو یادونه کړي.

"له تېرې یوې اوونۍ راهیسې مې په متحده عربي اماراتو کې د کرېکټ نړېوالې شورا له مشرتابه او د یو شمېر هېوادونو کرېکټ بورډ مشرانو سره له نږدې ولیدل او له ځينو سره د تیلفون له لارې د افغانستان د کرېکټ په راتلونکي وغږېدم، او دا بحثونه ډېر مثبت و."

ښاغلي اشرف ویلي نړیوالې ټولنې ورته له افغانستان سره د درېدو ‌ډاډ ورکړی. هغه زیاته کړې "نړیوالو ورته ویلي چې د افغانستان کرېکټ دوی ته ډېر اهمیت لري."

د افغانستان کرېکټ لوبغاړو وخت نا وخت د نجونو د زدکړو او کار په اړه هم غږ پورته کړی او د ډېرو په اند په هر ډګر کې یې د افغانستان ښه استازولي کړي.

خو ځينې په دې باور دي چې په طالبانو دا ډول بندیزونه به دا ډله نرمښت ته اړه کړي چې پر خپلو تګلارو بیا غور وکړي، خو تر اوسه داسې نښې نشته چې طالب واکمنو په دې برخه کې دپام وړ ګامونه اخیستي وي.