د ناروې کډوالو شورا: طالبانو بادغیس کې بې ځایه شوي له پنډغالي ایستلي؛ طالبان، "په زور مو نه دي لېږدولي"

د قلعه نو په شاوخوا کې کورني بې ځایه شوي خلک. ارشیف تصویر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د قلعه نو په شاوخوا کې کورني بې ځایه شوي خلک. ارشیف تصویر
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

په داسې حال کې چې د ناروې کډوالو چارو شورا ویلي، طالبانو په بادغیس کې کابو شل زره کورني بې ځایه شوي‌ له یوه پنډغالي ایستلي دي؛ اوس په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، هغه یې په زور نه دي لېږدولي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ویلي، په بادغیس او هرات کې ډېر خلک بې کوره شوي او په خیمو کې پراته وو چې له دوی یې خپلو مېنو ته د ګرځېدو په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې وه.

د ښاغلي مجاهد په خبره، د هرات خلکو ته تر اوسه دا زمینه نه ده برابره شوې خو د بادغیس بې ځایه شوي یې لېږدولي دي.

دی زیاتوي، "د دوی خپله غوښتنه دا وه چې خپلو مېنو ته لاړ شي. نو ځينو موسسو او د مهاجرینو وزارت د ټرانسپورټ په برخه کې زمینه ورته برابره کړه او اوس نقلېږي"

ښاغلی مجاهد همدا راز د ناروې کډوالو چارو شورا هغه خبره نه مني‌ چې ګواکې دغه خلک یې له پنډغالي ایستو ته اړ کړي دي، او وايي، " په زور هېڅوک هم نه دي ایستل شوي، ‌بلکې دا په خپله د خلکو غوښتنه ده او د ولایتي مسولانو پرېکړه ده."

خو د ناروې کډوالو چارو شورا همدا راز د طالبانو له حکومته غوښتي چې له لنډمهالو پنډغالو دې د بې ځایه شویو خلکو د لېږدولو بهیر د بدیلې لارې تر موندل کېدو وځنډوي.

د دغه بنسټ چارواکو ویلي، دغه کورنۍ د خوړلو او همدارنګه په دې سخت ژمي کې د ځانونو د ګرمولو لپاره هیڅ ډول امکانات نه لري.

د ناروې شورا مشر جان ایګلاند په یوه ټویټر پیغام کې وايي، طالبان حکومت په بادغیس کې د دې خلکو په هلکه مسوولیت لري او تر څو چې ډاډه نه وي چې دا خلک سرپناه لري او د خپلو کورنیو ملاتړ کولای شي، په هېواد کې دننه د بې ځایه شویو له لېږدولو دې سملاسي لاس واخلي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د دې مرکز مسوولینو په وینا کورنۍ جګړې او وچکالي په بادغېس کې زرګونه خلک اړ کړي چې خپل کور کلی پرېږدي او دا مهال په قلعه نوُ ښار کې مرستو ته منتظر دي.

د ناروې کډوالو شورا په وینا ډېری دا کسان د کارګرۍ او بشردوستانه مرستو له لارې مالي مرستې ترلاسه کوي، خو د طالبانو چارواکي بیا ټینګار کوي چې باید خپلو اصلي مېنو ته ستانه شي.

د مرستندویانو په وینا په اوسنیو شرایطو کې د دې بې ځایه شویو کسانو لپاره ګرانه ده، چې خپلو اصلي مېنو ته ستانه شي، کار- روزګار ومومي او ژوند وکړي.

د افغان کډوالو ستنېدل

بل لور ملګري ملتونه وايي په تېرو نهو میاشتو کې له ایران او پاکستانه ۷۲۷ زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. 

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان، ایران، پاکستان او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ 'یو این اېچ سي ار ' ترمنځ پرون په تهران کې څلور اړخیزه ناسته پای ته ورسېده.

د دطالبانو په حکومت کې دکډوالو وزارت مرستیال مولوي عبد الرحمن راشد چې دې غونډه کې یې ګډون کړی و  بي بي سي ته وویل، چې پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو ستونزو هوارولو لپاره د یوې ګډې کمېټې په جوړولو هوکړه وشوه.