د طالبانو مشر د پنجشېر له مخورو د "یو والي" غوښتنه کړې

افغانستان

د عکس سرچینه، Taliban

    • Author, مامون درانی
    • دنده, بی‌بی‌سی
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د پنجشېر ولایت له چارواکو او مخورو سره کتلي او له هغوی یې د "یو والي" غوښتنه کړې. پنجشېر د افغانستان هغه ولایت دی، چې کله ناکله د نارامیو او نښتو خبرونه ترې خپرېږي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د تېر په څېر پرته له دې چې ددغه ډول لېدنو انځورونه او ویډیويي کلیپونه خپاره کړي، د دغې لېدني خبر پر خپله ټويټر پاڼه خپور کړی.

د طالبانو د یوې اعلامېي له مخې په دغه لیدنه کې د پنجشېر د لسګونو دیني عالمانو، مخورو او چارواکو په ګډون د پنجشېر لپاره د طالبانو د والي محمد محسن تر څنګ د پنجشېر او اندراب نظامي مسوول ملاعبدالقیوم ‌ذاکر هم حضور درلود چي یو شمېر رسنیو یې څه موده وړاندې د وژل کېدو خبرونه خپاره کړي وو.

طالبان وايي، مشر یې ملا هبت الله اخندزاده د پنجشېر ولایت د مخورو او دیني عالمانو مننه کړې، چي په وینا یې د یاد ولایت په سپارلو کې یې مرسته کړې ده.

د طالبانو د حکومت په اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي اخندزاده د "اوسني وضعیت، ستونزو او وړاندیزونو" په اړه د پنجشېر د مشرانو او عالمانو خبرې اورېدلې دي او د هوارولو ډاډ یې ورکړی دی.

د طالبانو مشر په دغه ليدنه کې پر یووالي ټینګار کړی او د طالب چارواکو په خبره ویلي یې دي چې د افغانستان ولس او امارت دواړه سره یو دي، باید تعصب او بېلوالي له منځه یووړل شي او او ولسونه په یوه او بل نوم و نه وېشل شي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

هبت الله اخندزاده د غونډې له ګډونوالو څخه د "هر ډول همکارۍ" غوښتنه کړې او ورته ویلي یې دي چي د ځان لپاره نه بلکې د "اسلام او ملت" لپاره ترې دغه خدمت او کار غواړي.

له څه باندې یوه کال وروسته په شمالي ولایتونو او په ځانګړې توګه پنجشېر کې لا هم د طالبانو پر وړاندې وسله واله مبارزه روانه ده.

پر طالبانو تور دی چي په تېرو څو میاشتو کې یې په دغه دوو سیمو کې د مقاومت جبهې سره د همکارۍ او لاس لرلو په تور یو شمېر ولسي وګړي وژلي دي.

پر طالبانو دا تور هم دی چې په پنجشېر کې یې د مقاومت جبهې یو شمېر جنګي اسیران وژلي دي، چي په هغو کسانو کې د یادي جبهې یو قوماندان یار محمد له خپلو دوو زامنو او پنځو نورو ملګرو سره شامل بلل کېږي.

نړیوالو بنسټونو څو ځله طالبان په پنجشېر کې د ولسي وګړو په نیولو او "صحرايي" محاکمه کولو تورن کړي دي، خو طالبانو ویلي ټول کسان ددوي د ځواکونو سره په مخامخ جګړو کې وژل شوي دي او د ولسي وګړو د وژني راپورونه ردوي.