تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یونیسف وايي، شپږ سوه زره افغان ماشومانو ته سيمه ييز ټولګي جوړوي
ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ اداره یا یونیسف وايي، په ۲۰۲۳ کال کې به د افغانستان شپږ سوه زره ماشومانو ته د زدکړو ۲۰ زره نوي سیمه ایز ټولګي جوړ کړي چې پر بنسټ به یې هیواد کې د زدکړو د بهیر له چټکوالي سره مرسته وشي.
یونیسف پر ټوېټر لیکلي، دغه اداره په دې لټه کې ده چې لا ډېر نوي ښوونیز ټولګي جوړ او د افغان ماشومانو زدکړو ته هرځای په اسانۍ لار جوړه شي.
یونیسف ویلي، د افغان ماشومانو د زدکړو د ملاتړ لپاره ډنمارک ورسره تازه د پنځو میلیونو ډالرو مرسته اعلان کړې ده.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق له کلونو راهسې هغو سیمو کې له ښونځيو د پاتې ماشومانو د زدکړو لپاره کار کوي چې لرې پرتې او ډېرو اسانتياو ته لاس رسی نه لري.
د پوهنیزو چارو کارپوهان دا وړ هڅې له دې امله مهمې ګڼي چې دا مهال افغانستان کې د زدکړو اډانه له بل هر وخت ډېره مرستو ته اړه ده.
د هېواد لر و بر کې له تېر یوه نیم کال راهیسې سلګونه زره افغانې نجونې له ښونځیو په کور شوي، که څه هم د یونیسف په نویو ټولګیو کې روښانه شوې نه ده چې پر کاله ناستو نجونو ته به هم دغه ټولګي جوړ شي او که نه.
هم مهاله د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شیر محمد عباس ستانکزي یو وار بیا د خپل حکومت مشران ننګولي چې د زدکړو انډولیزو حقونو ته دې پام وشي.
د ښاغلي ستانکزي له څرګندونو وړاندې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم ویلي چ ې د تیر جمهوري نظام ټول قوانین د علمي رتبو او نورو اکاډمیکو چارو په ګډون نوي کوي.
هغه همدارنګه په یوه بله وینا کې ویلي پوهنتونونو کې د ګډوله فکرونو مخنیوی کوي.
د افغانستان د ښوونیزې اډانې لپاره تېرې لسیزې د جګړو له امله ناوړه بلل کېدې، خو په اوس کې د طالبانو په تګلارو له دې امله نیوکې کېږي چې پر نجونو زدکوونکو یې محدودیتونه ډېر کړي او ورسره د ښونځیو او پوهنتونو لپاره روښانه پالیسۍ نه لري.