د طالبانو حکومت وايي، د مولوي رحیم الله حقاني د وژنې په تړاو یې د داعش ډلې پنځه غړي نیولي

داعش

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د طالبانو حکومت کې د استخباراتو ادارې ادعا کړې چې د مولوي رحیم الله حقاني وژنې په تړاو یې د داعش ډلې پنځه تنه نیولي دي. د استخباراتو اداره یې وايي دا پنځه تنه د یو لړ پیچلو عملیاتو پایله کې نیول شوي او سندونه او وسلې هم ترې تر لاسه شوې دي.

طالبانو د نیول شویو کسانو د اعتراف ویډیو هم رسنیو ته استولې. دا کسان وايي د لوګر دي او له یو نیم کال راهیسې د داعش لپاره کابل او لوګر کې فعالیت کوي.

دوی ویلي مولوي رحیم الله حقاني دوی وژلی او په مصنوعي پښه کې برید کوونکي چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو. دوی دغه راز ویلي په لوګر او کابل کې په څو نورو بریدونو کې یې هم لاس درلود.

دا نه ده معلومه چې له دغو کسانو په څه ډول شرایطو کې اعتراف اخیستل شوی، خو طالبانو ویلي د دوی دوسیه عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې ده.

مولوي رحیم الله حقاني چې د طالبانو واکمنېدو وروسته یې مدرسه له پېښوره کابل ته ولېږدوله په خپله مدرسه کې په یوه ځانمرګي برید کې تېره اګست میاشت کې ووژل شو.

مولوي حقاني

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

هغه طالبانو ته نږدې بلل کېده خو کومه رسمي دنده یې نه لرله.

دغه راز هغه د داعش ډلې او شیعه مذهبو په اړه تُندې او جنجالي څرګندونې کولې.

په تېر څه باندې یوه کال کې داعش ډلې د افغانستان بېلابېلو سیمو کې د څو خونړیو بریدونو مسؤولیت منلی.

د سیمې ځینو هېوادونو هم افغانستان کې د دې ډلې د فعالیت او شتون په اړه اندېښنې ښودلې دي.

خو طالبانو تل د دې ډلې د فعالیت له امله احتمالي امنیتي خطرونه بې ارزښته بللي او ټينګار یې کړی چې دا ډله افغانستان کې امنیتي خطر نه دی.