کابل برید؛ پاکستان وايي، نه سفارت تړي او نه هم دیپلوماتان بېرته غواړي

    • Author, سمیع الله موسی‌زی
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

په کابل کې د پاکستان پر سفارت له برید څو ساعته وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه بیان کې خبر ورکړی چې د دې برید په تړاو یې اسلام آباد کې د افغان سفارت چارسمبالی احضار کړی.

بیان زیاتوي هغه ته یې په دې اړه د خپلې ژورې اندېښنې څرګندولو ترڅنګ ، ویلي چې برید کوونکي باید ژر تر ژره ونیول شي او د عدالت منګولو ته وسپارل شي.

بیان کې د افغان سفارت د چارسمبالي نوم نه دی اخيستل شوی او ویل شوي چې د سفارت امنیت کې د دې جدي خلا په اړه دې پلټنې پیل شي او د دوی د ټولو دیپلوماتیکو مرکزونو ، دیپلوماتانو او وګړو د امنیت لپاره دې اړین ګامونه واخلي.

پاکستان په جلال آباد، مزار شریف، هرات او کندهار کې کونسګلرۍ هم لري.

بیان کې د افغان سفارت د چارسمبالي له قوله ویل شوي چې برید د خفګان وړ دی او دا د افغانستان او پاکستان د دښمنانو کار دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه بل بیان کې ویلي له دې برید وروسته د سفارت د تړولو لپاره کوم پلان نشته او نه هم غواړي خپل دپلوماتان بېرته وغواړي.

یاد وزارت ویلي د برید هدف چارسمبالی سفیر عبید الله نظاماني وو ، خو ده ته زیان نه دی رسېدلی او یو ساتونکی یې ژور ټپي شوی دی.

په کابل کې د پاکستان پر سفارت دا وسله وال برید پرون ماسپښین داسې مهال وشو چې د پاکستاني رسنیو د وینا له مخې چارسمبالي سفیر عبد الرحمن نظاماني د سفارت انګړ کې قدم واهه.

د رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي چې برید سفارت ته څېرمه له یوې ودانۍ شوی دی.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پر ټویټر یوه بیان کې ویلي له برید وروسته یې له نظاماني سره خبرې کړي او هغه ته یې د ملاتړ ډاډ ورکړی.

د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو هم نوموړي ته ټیلیفون کړی او پر ټویټر یوه بیان کې یې ټينګار کړی چې د خپلو دپلوماتانو امنیت دوی ته لومړیتوب لري.

بلاول بوټو تېره شپه ناوخته پر ټویټر یوه بل بیان کې ویلي چې د طالبانو حکومت کې د بهرنیو چارو چارسمبالي امیر خان متقي ورسره ټیلیفوني خبرې کړې دي. ده ویلي متقي ورسره ژمنه کړې چې د پاکستاني دیپلوماتانو او دپلوماتیکو مرکزونو امنیت به لا ټینګوي او د ده په وینا مجرمین به د عدالت منګولو ته سپاري.

طالبانو له خپل لوري د دې برید غندنه او د پلټنو ژمنه کړې ده، خو دواړو خواوو د برید په تړاو کوم لوري یا ډلې ته د پړې ګوته نه ده نیولې. دا برید څو ورځې وروسته له هغه کېږي چې پاکستاني طالبانو د دغه هېواد له دولت سره د کړي اوربند پای اعلان کړ.

څو میاشتې وړاندې د افغان طالبانو په منځګړیتوب د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د روغې جوړې خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله په تازه څرګندونو کې تور لګولی چې د پاکستاني طالبانو ډله د افغانستان له خاورې ګټه اخلي، او هلته ورته ټولې اسانتیاوې برابرې شوې. نوموړي دا د افغانستان لپاره د اندېښنې وړ مساله یاده کړې وه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما د پاکستان پر سفارت برید غندلی او یوه بیان کې یې ویلي دپلوماتیک مرکزونه د نړیوال قانون له مخې مصؤونیت لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ناصر کنعاني هم د پاکستان پر سفارت برید غندلی او ټينګار یې کړی چې اړتیا ده له ترهګرۍ د اغیزمنې مبارزې لپاره سیمه ییزه همکاري وشي.

په کور دننه د افغانستان د سولي عالي شورا مخکني مشر عبد الله عبد الله د پاکستان پر سفارت برید غندلی ، ده پر خواله رسنیو یوه بیان کې ویلي پر سیاسي استازولیو، جوماتونو او د زدکړې پر مرکزونو بریدونه د توجیه وړ نه دي. ده د پاکستان له چارسمبالي سفیر او پاکستاني ديپلوماتاتو سره خواخوږي ښوولې ده.

د پاکستان سفارت د کابل ښار په پروان کارته سیمه کې په یوه له ګڼې ګوتې ډکې استوګنې سیمه کې موقعیت لري.