یوه داسې پارک ته تګ چې مېندې د ورتګ اجازه نه لري

د کابل یو پارک چې اوس یوازې نارینه او ماشومان ورتلای شي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د کابل یو پارک چې اوس یوازې نارینه او ماشومان ورتلای شي.
    • Author, یوګیتا لیمای
    • دنده, بي بي سي - کابل
  • د خپرېدو وخت

د کابل یوه تفریحي پارک کې پر وړو لوبیزو موټرو، او یو کوچني ساعتیري اورګاډي کې د ماشومانو شور او غوغا د خوښۍ یوه ننداره ښيي. پلرونه له خپلو کوچنیانو سره یوځای سپرلۍ کوي او یا هم یادګاري انځورونه اخلي.

دا دلته د ژوند هغه څنډه ده چې خورا لږ ترې خبریږو، خو مېندې له دې خاطره جوړونکو شېبو لا هم بې برخې دي. د طالبانو سختو تګلارو کابل کې مېرمنې پارکونو ته له تګه ګرځولې، کله چې موږ دغو ځایونو ته ورتلو د کورنیو لسګونه غړي ډلې - ډلې پر ساعتیرو بوخت لیدل کېده.

خو زما په ګډون مېرمنې ددغه څه ننداره یوازې هلته له ور څېرمه یوه خوړنځایه کولی شي. دا مهال پلازمېنه کابل کې مېرمنې د حمامونو او ورزشي کلبونو ته هم نشي تللی.

تمې دا دي چې دا وړ سختدریځي تګلارې به ټول هیواد کې پلې شي، هغه څه چې ورسره افغانې مېرمنې او نجونه نه پوهیږي چې نور به څه ډول محدودیتونه وګوري.

ځينې وايي ښايي دا پر ټول هېواد کوم اغېز و نه لري، ځکه ډېرو ته د ساعتیرۍ ماښامي له اقتصادي پلوه له وس پورته خبره ده.

ډېرې افغانې نجونې به یې پر اغیز فکر وړي نه وي، خو دا ورته په سمبولیک ډول د ۲۰۲۱ په اګسټ واک ته د طالبانو له رسېدو سره ددغه ډلې د توندو پرېکړو یوه نښانه ده.

یوه زده کونکې نجلۍ چې د خوندیتوب لپاره نوم نه یادوو وايي ''د نجونو په حیث هره ورځ افغانستان کې له نویو محدودیتونو سره پیلوو. دا داسې دي څه دي چې موږ ورته ناستې یو چې بل ګام به څه وي. زه بختوره وم چې د طالبانو له راتګ وړاندې مې د منځنۍ دورې زده کړې بشپړې کړې وې. خو وېرېږم چې د ښځو پر وړاندې به پوهنتونونه هم وتړل شي، او زموږ خوبونه به پاي ومومي. ''

کابل

هغې په دې وروستیو کې د پوهنتون لپاره د کانکور ازموینه کې ګډون وکړ، خو ویې وکتل د خوښې مسلک ''ژورنالیزم '' یې ښځو لپاره د غوراوي نوملړ کې نشته، څه چې زړه ورمات کړ. دا د طالبانو له لوري د وروستیو محدودیتونو یوه برخه ده.

دا زده کونکې وايي ''زه یې پر روښانولو نه تاوانېږم چې دا څومره سخته ده. کله خو احساسوم چې په زوره زوره چېغې ووهم. د نهیلۍ احساس کوم. ''

افغانستان کې د ښځو پر ژوند سختیو له ځېنو سره دا فکر پیدا کړی چې له دغه حالت سره مبارزه وکړي. د لیلا بسیم په نوم یوې فعالې د مېرمنو لپاره یو ځانګړی کتابتون پرانیستی چې پر بېلابېلو ژبو د ګڼو مضمونونو کتابونه لري.

هغه وايي: ''له دې سره موږ غواړو طالبانو ته څرګنده کړو چې افغانې مېرمنې غلې نه کېني، زموږ دویمه موخه د ښځو په منځ کې د کتاب لوست کولتور دودول دي په ځانګړي ډول د هغو نجونو لپاره چې له زده کړو پاتې دي. ''

د روان کال په دوبي کې لا ښځو ته اجازه وه چې پارکونو ته لاړې شي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د روان کال په دوبي کې لا ښځو ته اجازه وه چې پارکونو ته لاړې شي.

هغه هوډمنه ده د هغو سړیو پر وړاندې خپل غږ پورته کړي چې دا مهال د هېواد واګې یې په لاس کې دي، دې تر دا وخته ډېرو لاریونونو کې ونډه لرلې.

دا وايي ''موږ له مرګه او د طالبانو له لورۍ زموږ کورنیو ته له ګواښه نه ډارېږو. څه چې موږ ډاروي دادي چې موږ له ټولنې لېرې کړل کېږو. ''

هغه پر مېرمنو د بندیزونو ډېرېده غموونکي او خواشینونکي چاره ګڼي:

''د هغو ټولو بایللو ازادیو په اړه فکر کول مې ناکراره کوي. د نړۍ خلک فضا ته د ختو په لټون دي او موږ دلته د ژوند لومړنیو حقونو لپاره مبارزه کوو. ''

څو اونۍ وړاندې د ښځو د حقونو فعاله ظریفه یعقوبي او درې نورې ملګرې یې ونیول شوې. سره له دې چې ملګرو ملتونو او نورو ادارو یې د ژر خوشې کېدو غوښتنه کړې خو لا هم طالبانو پرې هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.

همدا تېره اونۍ د فوټبال یوه لوبغالي کې د درې مېرمنو په ګډون ۱۲ کسان په درو ووهل شول.

طالبان په دا ډول ښيي چې حکومت یې د دوئ له هغې واکمنۍ سره توپیر نه لري چې ۱۹۹۰ کلونو کې درلوده.

لیلا بسیم وايي ''د طالبانو اوسمهالې تګلارې هماغه د شل کاله وړاندې سیاستونه دي. موږ هڅه کوو ورته وریاده کړو چې دا په ۲۱ پېړۍ کې د منلو وړ نه دي ''.

کتابتون ته په لږ واټن کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د مرستیالۍ دفتر دی، هلته چې مېرمنې د تګ اجازه نه لري.

لیلا بسیم وايي، له ګواښونو سره سره به خپل غږ پورته کوي.
د عکس تشریح، لیلا بسیم وايي، له ګواښونو سره سره به خپل غږ پورته کوي.

د امربالمعروف وزارت ویاند محمد عاکف مهاجر وايي: ''موږ په دروازه کې یو بکس لرو چې مېرمنې کولی شي خپل شکایتونه پکې وغورځوي. زموږ مشر د مېرمنو درناوي لپاره دروازې ته ورځي ''.

هغه پارکونو ته د ښځو له منع کېدو دفاع وکړه او ویل یې دا هغه څه و چې اسلامي شریعت کې نشته.

هغه زیاتوي: ''موږ ۱۵ میاشتې خپلو خویندو ته موکه ورکړه چې پارکونو ته له تګه خوند واخلي. موږ هغوئ ته ویلي و چې حجاب وکړي 'پړوني پرسر کړي ' خو ځېنو یې دا کار نه کاوه. موږ د نارینه او ښځینه لپاره پارکونو ته د تګ ورځې جلا کړې خو اصول نه پلې کېده ''.

عاکف مهاجر وپوښتل شو، ولې د ښځو د لاریونونو مخنیوی کېږي؟ هغه وویل: ''هر هیواد کې چې د حکومتونو خلاف د هرچا لخوا غږ پورته کېږي هغوئ نیول کېږي. ځېنو هیوادونو کې خوان وژل کېږي، خو موږ داسې نه دي کړي. خو طبیعي خبره ده که څوک د ملي ګټو پر وړاندې غږ پورته کړي غلي کړل کېږي ''.

د طالبانو امر بالمعروف وزارت ویاند د محدودیتونو دفاع کوي او په وینا یې پر شرعي قوانینو عمل نه کېده.
د عکس تشریح، د طالبانو امر بالمعروف وزارت ویاند د محدودیتونو دفاع کوي او په وینا یې پر شرعي قوانینو عمل نه کېده.

دوئ هغه نیوکې په ټینګه ردوي چې پر ښځو د ورځ تربلې سختیو او بندیزونو په اړه کېږي، ورسره د منځلاریتوب هغه انځور چې تېر کال واک ته له رسېدو سره دوئ وړاندې کاوه د ګڼو کسانو لپاره یې وینا او کړنې د پوښتنې وړ دي.

یوه ځوانه پوهنتوني محصله وايي: ''یوه ورځ به موږ ته وویل شي چې ښځې نورې له کوره نشي وتلی. افغانستان کې هرڅه شوني دي ''.

افغان مېرمنو سره له نړیوالې ټولنې هم نهیلي شته. لیلا بسیم وايي ''نړۍ شا را اړولې، په ټولنه نړۍ کې ځواکمن خلک د ایران له مېرمنو ملاتړ کوي خو له افغا ښځو یې نه کوي ''.

هغې ویل څه چې له موږ سره پېښيږي ان د خبرونو لومړي مخ ته هم نه راځي. وايي موږ احساسوو چې مات او هیر شوي یو.