"افغانستان کې ۷۰٪ ماشومان د وچکالۍ او اقلیمي بدلون له جدي ګواښونو سره مخ دي"

د عکس سرچینه، Getty Images
بریتانیا ميشتی بنسټ سیف دې چلډرن یا ماشومان وژغورئ، وايي په داسې حال کې چې مصر کې د اقلیمي بدلون په اړه نړیواله غونډه په پای ته رسېدو ده، د اقلیمي بدلون له امله په یوه تر ټولو څپل شوي هېواد افغانستان کې شاوخوا اویا سلنه ماشومان د وچکالۍ او اقلیمي بدلون له امله له جدي خطرونو سره مخامخ دي.
د یاد بنسټ له خوا یوه بیان کې ویل شوي سږ کال د باران کچه تر ټولو ټیټه وه او اټکل دی چې راتلونکی ۲۰۲۳ کال کې به هم وچکالي وي او د واورې او باران کچه به بیا هم ټیټه وي.
بیان زیاتوي چې تېرکال افغانستان کې د سيلابونو له امله نژدې ۱۷۲ زره جریبه ځمکه او ۷۵۰۰ څاروي له منځه تللي دي.
سېف دې چلنډرن وايي افغانستان کې ۲۸ میلیونه وګړي په کلیوالو سیمو کې اوسېږي او ډېر یې پر کرنې ژوند کوي، نو ځکه دوی د اقلیمي بدلون له امله له لا ډېر ګواښ سره مخامخ دي.
افغانستان کې د سېف دې چلډرن څانګي مشر کرېس نیامنډي مصر کې د نړیوال اقلیم غونډه کې د نړۍ له ګډونکوونکو مشرانو غوښتي چې اقلیمي بدلون ځپلو افغان ماشومانو ژوند کې د پام وړ بدلون لپاره لاس په کار شي.
نوموړي ویلي دا ماشومانو یوازې روان ژمي کې د ژوندي پاتې کېدو لپاره بېړنیو مرستو ته اړتيا نه لري، بلکې اوږمهاله مرستې غواړي چې وکولی شي بدل شوي اقلیم سره مقابله وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د نړیوالو معیارونو له مخې افغانستان نړۍ کې شپږم هېواد دی چې د اقلیمي بدلون له امله یې ډېر زیان لیدلي، په داسې حال کې چې د ځمکي تودوخې لوړولو کې یې رول نژدې له نشت سره برابر دی.
د ماشومانو د ژغورنې بنسټ وايي وچکالي او سېلابونه په دې معنی دي چې افغانستان کې یو زیات شمېر کورنۍ له لوږې سره مخامخ دي او د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره سخت کارونه کوي.
د یاد بنسټ بیان کې زیاته شوې چې د دوی په ګرځنده کلینیکونو کې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو کې د خوارځواکۍ شمېر پنځوس سلنه زیات شوی دی، او شمېر یې دومره ډېر دی چې ډاکټران ورته نشي رسېدلی.
سېف دې چلډرن خبردار ورکړی چې د ژمي را رسېدو او د خوراکي توکو کمېدو سره به راتلونکی ژمي د ماشومانو لپاره ډېر سخت وي.
بیان زیاتوي ماشومان اوږده مزلونه کوي چې خپلې کورنۍ ته د څښاک اوبه راوړي. ډېرو سیمو کې اوبه ناپاکه دي او له دې امله ماشومان د نس ناستي په ګډون له ناروغیو سره مخامخ دي.
سېف دې چلډرن ادعا کړي چې د یوې ارزونې له مخې په کلیونو کې اتیا سلنه کورنۍ او په ښارونو کې ۷۵ سلنه کورنۍ د څښاک او کورنیو اړتیاوو لپاره کافي اوبه نه لري.
د ماشومانو له خوا سختو کارونو ته هم د یوې ننګونې په توګه اشاره شوې. بیان زیاتوي چې ځینې کورنۍ ماشومان له ښوونځیو باسي او اړ دي چې د کورنۍ د نفقې برابرولو لپاره کار وکړي.



















