مسکو پر افغانستان جوړېدونکې غونډه کې طالبانو ته بلنه نه ده ورکړې

روسیه

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, سید عبدالله نظامي
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

روسیه پرلپسې د افغانستان له روان حالت د هغو اندېښنو خبرې کوي چې وايي پر ګاونډ د منځنۍ اسیا پر هېوادنو يې مخامخ اغېز کېدلی شي.

د روسيې د همګټو هېوادونو په غونډه کې یوه لوړ پوړي روسي چارواکي وویل، شونې ده له افغانستانه د کډوالو په روانه څپه کې داسې کسان هم د منځنۍ اسیا هېوادونو ته واوړي چې توندلارو ډلو پورې تړلي وي.

د روسيې فدراسیون د ملي امنیت شورا منشي نیکولای پتروشوف، چې تر روسي ولسمشر ولادیمیرپوتین وروسته دویم ځواکمن سیاستوال او د دغه هېواد د استخباراتي ادارې ایف ایس بي پخوانی مشر دی، په وروستیو څرګندونو کې یې ادعا کړې چې امریکا د خپلو جیوپولېټیکو موخو لپاره طالبان، القاعده او داعش ډلې جوړې کړې دي.

هغه وايي، د نړیوالو ترهګرو ډلو غړي افغانستان کې په خوندي ډول ژوند کوي او اوس چې د بد اقتصادي حالته ګڼ خلک له دغه هېواده په وتو دي، د دې شونتیا ده چې د هغه په وینا، په توندلارو ډلو پورې تړلي کسان هم پکې منځنۍ اسیا ته واوړي. هغه څه چې یو ګواښ پېښولی شي.

روسیه له وړاندې د طالبانو پر ملاتړ او ورسره د جګړې پر مهال په مرستو تورنېده چې حکومت یې دغه تورونه پرلپسې ردول.

پر امریکا د پړې اچولو له دغه ټکي سره د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف دا هم غوټه کړې چې واشنګټن طالبان هڅوي چې له مسکو او بیجینګ سره نږدې اړیکې ونه لري.

د روسيې تاس خبري اژانس د ښاغلي کابلوف د یوې مقالې له منځه لیکلي، امریکایان طالب مشران د بې پیلوټه الوتکو پر بریدونو ګواښوي چې له چین او روسيي سره د اړیکو له جوړولو واټن واخلی.

تېره غونډه کې مولوي عبدالسلام حنفي د طالبانو پلاوي په مشرۍ ګډون کړی و

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا غونډه د تېر کال اکټوبر کې هم جوړه شوې وه چې هغه مهال پکې طالب چارواکو د ریاست الوزرا د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ ګډون کړی و.

د روسيې ځانګړي استازي په دې مقاله کې ادعا کړې چې امریکایان له طالبانو غواړي په افغانستان کې مېشت د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ کسان و نه ځپي. هغه ډله چې د روسيې د ترهګرو ډلو په نوملړ کې ده.

طالبانو د دغو دواړو لوړ پوړو روسي سیاستوالو څرګندونو ته ځواب نه دی ویلی او دا یې هم نه ده روښانه کړې چې په مسکو کې جوړېدونکې هغې غونډې کې د ګډون بلنه ولې نه ده ورکړل شوې چې پر افغانستان بحث پکې کېږي.

تاس خبري اژانس د روسي چارواکو له خولې خبر ورکړی چې د نومبر په نیمايي کې جوړېدونکې غونډې ته یې د طالبانو د حکومت استازو ته بلنه نه ده ورکړې.

د روسيې، چین، هند، ایران، پاکستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان هېوادونو استازي د مشورتي فورم په نوم د افغانستان پر اقتصاد، امنیت او نورو اړونده مسلو خبرې کوي.

دا غونډه د تېر کال اکټوبر کې هم جوړه شوې وه چې هغه مهال پکې طالب چارواکو د ریاست الوزرا د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ ګډون کړی و.

مسکو دا وار نه ده ډاګیزه کړې چې غونډې ته د طالبانو د نه وربللو دلیل یې څه دی، خو که هر څه وي د طالبانو لپاره په محدود سیاسي ډګر کې ښايي دا ښه خبر نه وي.

روسيې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دي پېژندلي خو دوه لوړ پوړو طالب ډیپلوماټانو ته یې اجازه ورکړې چې مسکو کې د افغانستان سفارت چارې سمبال کړي.