کیېف له اوکراییني کډوالو وغوښتل چې ژمي کې دې نه ورستنېږي

Ukrainian refugees walking on train platform in Poland

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

کیېف وايي د روسي ځواکونو وروستیو بریدونو له کبله د دوی د انرژۍ پر سیستم فشارونو ته په کتو باید اوکراییني کډوال تر پسرلي وړاندې ورستانه نه شي.‌

د اوکرایین مرستیالې لومړۍ وزیرې 'ایرنا وېرېشچوک' ویلي "شبکې به تاب رانه وړي. تاسې وینئ چې روسیه څه کوي."

اغلې وېرېشچوک وایي غواړي چې کډوال ور وګرځي‌ خو په ژمي‌ کې دې له ورستنېدو ډډه وکړي‌ ځکه د دې په وینا دغه کار سره به "وضعیت لا پسې خراب شي."

هغې زیاته کړې "اړتیا ده چې له ژمي روغ ووځو." او "که امکان یې وي تر هغه مهاله بهر پاتې شئ."

تر دې مخکې د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي ویلي و چې د روسي ځواکونو هوایي بریدونو کې یې د هېواد یو دریمه برخه د انرژۍ سکتور لمنځه تللی.

ملګري ملتونه وايي د روان کال فبرورۍ وروستیو کې د روسیې له یرغل را وروسته څه نا څه ۷ اعشاریه ۷ میلیونه اوکرایینیان د روسیې په ګډون د اروپا لویې وچې بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شوي دي.‌

اوکرایین ټولټال ۴۴ میلیونه وګړي لري.‌

د دغه هېواد اقتصاد ته د جګړې له پیل راهیسې سخت زیان اوښتی.

اوکرايين
د عکس تشریح، اوکراییني کډوال

ښاغلي زېلېنسکي همدې ته په کتو له نړیوالو غوښتي چې سملاسي دې ورسره د راتلونکي کال بودیجه کې د ۳۸ میلیارد ډالرو احتمالي کسر پوښښ لپاره مرسته ورکړي.‌

د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) ویلي اوکرایین به راتلونکی کال خپل دوام لپاره هره میاشت لږترلږه ۳ میلیارد او که مسکو بریدونه سخت کړي نو د میاشتې‌ ۵ میلیارد ډالرو ته اړتیا ولري.‌

د اوکرایین سویل کې د لیویو مرستیال ښاروال سېرهي کیرال د شنبې پر ورځ بي بي سي ته ویلي و د روسیې ستراتیژي دا ده چې تر ژمي وړاندې د اوکرایین مهمې زېربناوې زیانمنې کړي او جګړه له لومړۍ کرښې ورهاخوا سیمو ته ولېږدوي.‌

روسیې د اکتوبر پر اتمه له دغه هېواده کرایمیا ټاپو وزمې ته د موټرو او اورګاډي پر غځېدلي پله د برید غچ کې د اوکرایین د انرژۍ پر شبکو بریدونه پیل کړي.‌

په دې لړ کې ان د پلازمېنې کیېف د سویل ختیځ په چېرکاسي او لوېدیځ کې په خمېلنیڅکي ښار هم بریدونه شوي.

د کرایمیا پول

د عکس سرچینه، Mykhaylo Podolyak

د عکس تشریح، د کرایمیا پر پول برید

‌ښاغلي زېلېنسکي د جمعې پر ورځ ادعا وکړه چې ګوندې روسي ځواکونو خېرسون کې تر خپل کنټرول لاندې خاوره کې د اوکرایین د برېښنا یوه ستر بند ماتولو لپاره ماینونه ایښي دي.‌

هغه زیاته کړې وه چې که د کاخوفکا په نوم دا برېښنا بند مات شي نو سلګونه زره کسان د سېلابونو خطر سره مخامخېدای شي.‌

خو روسیه د دغه بند الوځولو لپاره د ماینونو اېښودلو تور په ردولو سره وايي‌ چې اوکراییني ځواکونه پر دغه بند د توغندیو بریدونه کوي.