تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نجونو د تړلو ښوونځیو ۴۰۰ ورځې؛ "هره شېبه مې شمېرلې او ورته ژړلې مې دي"
- Author, تورپېکۍ غرنۍ
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
"د ښوونځیو د دروازو تړل کېدل سخته خبره ده، نه یوازې نجونو لپاره بلکه هرې افغانې کورنۍ ته، دا ۴۰۰ ورځې لویه ضایع ده چې هېڅکله به یې جبران نه شو کړای."
دا د نجوا په نامه د هغې زد کوونکې خبرې دي چې پوره ۴۰۰ ورځې کېږي د ښوونځي دروازې یې پر مخ تړل شوي دي.
نجوا کابل کې تازه دولسم ټولګي ته بریالۍ شوې وه او تمه یې وه چې د ښوونځي له فارغېدو وروسته به د خپلې خوښې پوهنځي کې لوړې زدکړې وکړي خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له شپږم پورته نجونو پر مخ ښوونځي وتړل شول او نجوا هم د سلګونه زره نورو افغان نجونو په څېر بې برخلیکه پاتې شوه.
نوموړې بي بي سي پښتو وېب پاڼې ته خبرو کې ویلي:"د ښوونځیو د دروازو تړل کېدل سخته خبره ده، نه یوازې نجونو لپاره بلکه هرې افغانې کورنۍ ته، دا ۴۰۰ ورځې لویه ضایع ده چې هېڅکله به یې جبران نه شو کړای."
آغلې نجوا بي بي سي پښو پاڼې اقتصادي ستونزې هغو ننګونې یادې کړې چې له امله یې په شخصي کورسونو کې د درس ویلو توان نه لري او وايي کور کې هم داسې کس نشته چې د ښوونځي کتابونو کې ستونزو سره د مخ کېدو پر مهال ورسره مرسته وکړي.
نجوا وايي خپل راتلونکي ته اندېښمنه ده او هغه شېبه یې د ژوند تر ټولو بده شېبه ده چې د طالبانو له خوا د ښوونځیو د تړلو له اعلان وروسته په ژړا له ښوونځي راووته او ترننه بیا هېڅ نه ده ورغلې.
دا یوازې نجوا نه ده چې خپل نامالوم راتلونکي اندېښمنه کړې بلکه زرګونه نورې نجونې له ورته برخلیک سره مخ دي.
مریم د ښوونځي یوه بله زده کوونکې ده چې لسم ټولګي کې یې زده کړې کولې. دا وايي له ښوونځي راګرځولو یې زړه مات کړی او خپل راتلونکی په تیارو کې ویني.
د نوموړې په ټکو: "ناهیلې شوې یم، هر څومره چې هڅه کوم ذهن راټول کړم او کورکې ځان سره د ښوونځي کتابونه ولولم خو کله چې د ښوونځي بندې دروازې را په زړه شی مایوسه شم او بېرته کتاب بند کړم."
حجاب مو اسلامي دی، نصاب اسلامي دی خو نه پوهېږو ښوونځي مو ولې تړل شوي؟
دا هغه پوښتنه ده چې د مریم په څېر سلګونه زره افغان زده کوونکو سره بې ځوابه پاتې ده.
مریم وايي، تعلیم پر نر او ښځه فرض دی او هېڅ داسې دلیل نشته چې له مخې یې نجونې له زده کړو راوګرځول شي.
د ښوونځي دغه زده کوونکې بي بي سي پښتو ته ویلي: "حجاب مو اسلامي و، له هلکانو مو ټولګي جلا و او درسونه مو ټول د اسلام په چوکاټ برابر و خو نه پوهېږو چې ولېیې ښوونځي راوتړل."
مریم د طالبانو له حکومته غوښتي چې ژر تر ژره دې د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانیزي.
د طالبانو د پوهنې وزیر وروستیو کې د نجونو د ښوونځيو د تړل کېدو په اړه ویلي چې، افغانستان "اسلامي نظام" اجازه نه ورکوي چې ګډ تعلیمي سیستم ولري.
مولوي حبیب الله آغا دغه څرګندونې په بامیانو کې کړي چې نوموړی یې د پوهنې بهیر د څارنې لپاره ورغلی و.
نوموړي ویلي "موږ خپل یو ترتیب جوړوو، په وزارت کې پر دغه ترتیب سره لګیا یو. داسې نه کېږې لکه د تېرو نظامونو په څېر چې ګډوډ وي، اسلامي نظام یې اجازه نه راکوي، نو یو ترتیب به جوړوو."
روښانه نه ده چې له "ترتیب" نه د طالبانو د دغه نوي وزیر موخه څه ده خو له خبرو یې ظاهراً داسې ښکاري چې ښايي د نجونو د تړلو ښوونځیو د پرانیستو لپاره پر ځینې پروګرامونو بوخت وي.
زموږ خپګان د ټولې کورنۍ فضا بدله کړې
د ښوونځیو بندو دروازو نه یوازې نجونې ناهیلې کړي بلکه ګڼې کورنۍ یې هم اندېښنو سره مخ کړي دي.
نجوا او مریم وايي، زموږ هره ورځ ژړا د ټولې کورنۍ فضا بدله کړې او ټول راسره خپه دي.
د دوی په وینا، که دا وضعیت همداسې دوام وکړي ښايي ټولې افغان نجونې په ژور خپګان اخته شي او له خپله ژونده ناهیلې شي.
یو شمېر کورنۍ بیا د خپلو لوڼو د زده کړو لپاره کډوالۍ ته اړې شوې دي.
د نجونو د ښوونځیو د تړلو ۴۰۰ ورځې پوره شوې خو تر اوسه یې د طالبان د پرانیستلو په اړه دریځ کې کوم مثبت بدلون نه دی راغلی، له دې وړاندې د طالبانو د حکومت دوو مهمو چارواکو په یوه غونډه کې د تعلیم پر موضوع متضادي څرګندونې کړې وې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي چې تل یې د نجونو د ښوونځیو پر پرانیستلو ټینګار کړی ویلي، تعلیم پر نر او ښځه فرض دی او په دې برخه کې باید د هېچا شخصي نظر مهم نه وي.
خو په همدې غونډه کې بیا د طالبانو د امر بالمعروف وزیر شیخ محمد خالد حنفي وویلي و، دنیاوي تعلیم مباح دی، او که څوک یې د اسلامي نظام لپاره کوي نو مستحب دی.
د طالبانو د پوهني پخواني وزیر شیخ نورالله منیر بیا څه موده وړاندې روزګان ولایت ته د سفر پر مهال ویلي وو، د نجونو د تعلیم موضوع کې باید 'د خلکو کلتور پام کې ونیول شي'.
د نوموړي دا څرګندونې په کور دننه او بهر غندل شوې وې او ګڼو افغانانو استدلال کاوه چې نجونې له ښوونځیو راګرځول د دوی د کلتور برخه نه ده.
طالبانو د خپل واک لومړیو ورځو کې ټینګار کاوه چې 'د مناسب چاپېریال برابرېدو سره به دا ښوونځي پرانیستل شي'، خو څه باندې یو کال کېږي چې دوی خپله دا ژمنه نه ده پوره کړې.
په دې برخه کې طالبان د نړیوالو له لوري هم له سختو نیوکو سره مخ دي، د نجونو تعلیم، ازادي او د کار حق هغه شرایط دي چې نړیوالو طالبانو ته د رسمیت پېژندنې لپاره پر دوی ایښي دي.