سيکا سرمشریزه؛ پوتين ویلي، افغانستان سره دې اقتصاد رغولو او ترهګرۍ سره مبارزه کې مرسته وشي

    • Author, یما بارز
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

قزاقستان کې د اسیا د تعامل او باور جوړونې کنفرانس يا سيکا په شپږمه سر مشريزه کې د روسیې ولسمشر ولاديميرپوتین ویلي، چې افغانستان په یوازې ځان له ترهګرۍ سره مبارزه نه شي کولای او په خبره یې باید مرسته ورسره وشي.

هغه ویلي، په خواشينې سره چې افغانستان د سيمې لپاره يو له تر ټولو سترو امنيتي ننگونو په توگه پر ځاى پاتې دى.

ښاغلي پوتین يو ځل بيا ناټو او امريکا پړه کړل چې په وينا يې افغانستان کې د دوى له څه د پاسه شل کلن حضور وروسته او د دوى د نابرياليو سياستونو له امله، دغه هېواد نشې کولاى چې په يوازې سر د ترهگرۍ له گواښونو سره مبارزه وکړي.

ښاغلي پوتين کابل کې د روسيې سفارت سره شوى وروستى بريد د دغه حالت يوه بېلگه ياده کړه.

دغه سرمشريزه د قراقستان په پلازمېنه استانه کې جوړه شوې چې پر سيمه ييز امنيت، ټيکاو، د کورونا له نړيوالې وبا وروسته اقتصادي ننگونو او د سولې پراختيا لپاره پر همکاريو را ټوله وه.

د غونډې نورو گډونوالو او ځينو سيمه ييزو مشرانو هم افغانستان کې د حالاتو په تړاو اندېښنې څرگندې کړې خو د روسيې ولسمشر وړانديز وکړ چې دغه هېواد کې د حالاتو د عادي کولو په موخه اړتيا ده چې د افغان اقتصاد رغولو لپاره ټول سره لاسونه ورکړي. خو نوموړي پر امريکا غږ وکړ چې افغانستان ته د اوښتي زيان تاوان پرې کړي او د دغه هېواد کنگل شوې شتمني بېرته ور وسپاري.

ښاغلي پوتين همداراز وويل په دې برخه کې د شانگهاى ټولنې د ترهگرۍ ضد سرچينو مرسته به هم ډېره گټوره پرېوځي.

د ازبکستان ولسمشر: د افغانستان په اړه مذاکراتو لپاره دې نړیواله ډله رامنځ ته شي

د سيکا د ناستې بل گډونوال د ازبکستان مشر شوکت مير ضيايف هم د افغانستان سره په تړاو د خبرو يا مذاکراتو د يوې نړيوالې ډلې د رامنځته کولو غږ وکړ.

ښاغلي مير ضيا يف وويل "د طالبانو له منځمهالې ادارې سره د تعامل لپاره دې يو همغږى او گډ دريځ خپل شي."

نوموړي غږ وکړ چې ملگرو ملتونو ته د اسيايي هېوادونو د دغه گډ وړانديز پر احتمال دې هم غور وشي چې په وينا يې افغانستان کې واکمنانو سره د خبرو لپاره بايد په لوړه کچه يوه نړيواله ډله جوړه شي. تر څو دا ډله له حکومت سره يوې هوکړې ته ورسېږي چې ټولې غاړې خپل مسوليتونه په پړاويز ډول تر سره کړي.

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف او د ايران ولسمشر ابراهيم رييسي هم افغانستان سره پر همکارۍ او دغه هېواد کې د يوه ټولگډوني حکومت د رامنځته کېدو پر اړتيا ټينگار وکړ.

د اسيا لپاره د تعامل او باورجوړنې کنفرانس يا سيکا ١٩٩٠ م کال کې جوړه شوې چې د افغانستان په گډون ٢٧ غړي لري.

خو د دغې ټولنې په شپږمه غونډه کې چې شاو خوا ١٠٠ لوړ پوړو چارواکو گدون کړى و د افغانستان استازي حضور نه درلود.

د طالبانو د حکومت د نه رسميت پېژندنې له امله تر ډېره دغه راز نړيوالو ناستو کې يا د افغانستان استازى نه وي او يا د پخواني رژيم استازى د افغانستان استازيتوب کوي.