طالبان: امریکا دې د اختلاف ټکي له ډپلوماتیکو لارو حل کړي، بندیزونه اړیکې زیانمنوي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د امریکا له لوري پر یو شمېر طالب چارواکو تازه بندیزونو ته په غبرګون کې ویلي چې دا به د دواړو لوریو تر منځ په اړیکو کې پرمختګ اغېزمن او له خنډ سره مخ کړي.‌

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په کار ده "د اختلاف ټکي له ډپلوماتیکو لارو حل شي‌ او پر داسې پرېکړو له سره غور وشي چې د دواړو لوریو په ګټه نه وي."

د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټوېټر پاڼه په دې اړه لیکلي، "دغه ډول پرېکړې په دوه اړخیزو اړیکو منفي اغېز لرلای شي."

دا په داسې حال کې ده چې امریکا متحده ایالتونو په افغانستان کې د هغه څه په غبرګون کې، چې پر ښځو او نجونو یې ظلم بللی، د طالبانو چارواکو ته د ویزو پر ورکولو نوي بندیزونه لګولي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې ویلي چې په دغه بندیز کې د طالبانو اوسني او پخواني غړي، د غیر دولتي امنیتي ډلو غړي او هغه کسان شامل دي چې د تاوتریخوالي او محدودیتي سیاستونو له لارې د ښځو په ځپلو کې لاس لري.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له نورو هېوادونو هم د ورته ګام غوښتنه کړې او په ټینګار سره یې ویلي، په افغانستان کې یوازې هغه حکومت چې د ټولو خلکو استازیتوب او د خپلو ټولو وګړو د بشري حقونو ساتنه او پالنه کولای شي، مشروع ګڼل کېدای شي.

خو ښاغلي بلخي ویلي، یو شمېر لوړ پوړه طالب چارواکو په دوحه کې له امریکايي هغو سره پر بېلا بېلو "د پام وړ مسئلو" خبرې کړې دي.

که څه هم ښاغلي‌ بلخي په دې اړه جزیات نه دي لیکلي چې طالب چارواکي‌ له امریکايي هغو سره پر څه غږېدلي او څه پرېکړې ته سره رسېدلي دي او که نه، خو پر ټوېټر پاڼه یې لیکلي، روانه اوونۍ د دواړو هېوادونو لوړ پوړه چارواکو په دوحه کې پر "بېلا بېلو مسئلو تفصیلي ناستې کړې او پر نږدې ټولو د پام وړ مسایلو یې خبرې سره کړې دي".

ښاغلي بلخي همدا راز ویلي، "د امریکا متحده ایالتونه باید په دوحه کې د وروستیو خبرو په پام کې نیولو سره مثبت ګامونه پورته کړي‌ او په عمل کې هم وښيي چې اسلامي امارت سره د رغنده تعامل په لټه کې ده."

خو امریکا د تازه بندیزونو په اړه په اعلامیه کې ویلي، متحد ایالتونه د افغانانو کلک ملاتړ کوي او د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو د بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو د ساتنې او ودې لپاره هر هغه څه ته ژمن دي، چې ترسره کولای یې شي.

د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د امریکا د حکومت د دغه ګام په غبرګون کې په یوه ټویټ کې ویلي طالبان باید پر دې وپوهیږي چې د ټولو افغانانو، په ځانګړې توګه د نجونو د زدکړو حق ته له درناوي پرته مشروعیت نه شي ترلاسه کولی .

تر دې وړاندي ملګرو ملتونو پر ښځو د محدودیتونو له کبله د طالبانو د حکومت د لوړو زدکړو چارسمبالي وزیر عبدالباقي حقاني او د پوهنې وزارت پر مرستیال سید احمد شهیدخېل د سفر د بندیزونو معافیت پای ته رسولی و.

د طالبانو د ۱۵ مشرانو د سفر لنډمهاله معافیت د روان کال اګست کې پای ته ورسېد خو د امنیت شورا غړي و نه توانېدل چې دغه معافیت وغځوي او یا یې هم رسمآ پای ته ورسوي.

دوی ته له بندیزونو دغه معافیت درې کاله وړاندې له امریکا سره د سولې مذاکراتو کې د ګډون په هدف د سفرونو لپاره ورکړ شوی و.