امریکا پر طالب چارواکو د ویزې بندیز اعلان کړی

    • Author, مامون درانی
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

امریکا په افغانستان کې د هغه څه په غبرګون کې، چې پر ښځو او نجونو یې ظلم بللی، د طالبانو چارواکو ته د ویزو پر ورکولو د نوي بندیز اعلان وکړ.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې ویلي چې په دغه بندیز کې د طالبانو اوسني او پخواني غړي، د غیر دولتي امنیتي ډلو غړي او هغه کسان شامل دي چې د تاوتریخوالي او محدودیتي سیاستونو له لارې د ښځو په ځپلو کې لاس لري.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له نورو هېوادونو هم د ورته ګام غوښتنه او ټینګار کړی، چې په افغانستان کې یوازې هغه حکومت چې د ټولو خلکو استازیتوب او د خپلو ټولو وګړو د بشري حقونو ساتنه او پالنه کولی شي، مشروع ګڼل کېدای شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي د طالبانو له خوا له دې ژمنو سره سره، چې ټولو افغانانو او بشري حقونو ته به درناوی کوي، برعکس د دوامداره پالیسۍ او فرمانونو په صادرولو سره په ټولنیزو فعالیتونو کې د ښځو او مېرمنو فعالیتونه محدود او نجونې یې له ثانوي زدکړو بې برخې کړې دي.

اعلامیه زیاتوي د یوې ترخې بېلګې په توګه له یوه کال زیات افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چې نجونې پکې په سیستماتیک ډول له شپږم ټولګي وروسته ښوونځي ته له تګ منع شوې او د بېرته ستنېدو کره نیټه یې لا هم نه ده مالومه.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په دې اعلامیه کې ویل شوي چې د ویزې دغه محدودیت کې نه یوازې د طالبانو ټولو اوسني او پخواني غړي، بلکې ان نور ټول هغه کسان هم شامل دي چې ګمان کیږي د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیت په پالیسیو کې ښکېل دي.

دا اعلامیه وايي د طالبانو لخوا پر افغان مېرمنو لګول شویو محدودیتونو کې "ثانوي یا لوړو زدکړو ته د نجونو او مېرمنو د لاسرسي مخنیوی/یا محدودول، په کاري برخه کې د ښځو د بشپړ ګډون او د دندې د غوره کولو لپاره د دوی د وړتیا مخنیوی، د ښځو د حرکت، بیان او محرمیت محدودول او همدارنګه د هغو مېرمنو او نجونو د کورنیو د غړو ناقانونه نیول او زنداني کول شامل دي، چې د طالبانو د حکومت توپیریزو پالیسو ته غاړه نه ږدي."

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي د هغو کسانو د کورنۍ نږدې غړي هم د دوي په دې تازه لګول شویو محدودیتونو کې شامل دي، چې په دغه کړنو او پالیسو کې ښکیل دي.

د دغه وزارت له خوا خپره شوې اعلامیه کې له نورو دولتونو هم غوښتل شوي، چې ورته ګام واخلي او دا غږ بدرګه کړي، چې په افغانستان کې یوازي هغه حکومتونه مشروع ګنل کېږي، چې د ټولو افغانانو استازولي کوي او د هغوی حقونو ته درناوي لري.

په اعلامیه کې زیاته شوې، چې متحد ایالتونه افغانانو سره کلک ملاتړ کوي او د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو د بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو د ساتنې او ودې لپاره هر هغه څه ته ژمن دي، چې ترسره کولای یې شي.

د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د امریکا د حکومت د دغه ګام په غبرګون کې په یوه ټویټ کې ویلي طالبان باید پر دې وپوهیږي چې د ټولو افغانانو، په ځانګړې توګه د نجونو د زدکړو حق ته له درناوي پرته مشروعیت نه شي ترلاسه کولی .

تر دې وړاندي ملګرو ملتونو پر ښځو د محدودیتونو له کبله د طالبانو د حکومت د لوړو زدکړو چارسمبالي وزیر عبدالباقي حقاني او د پوهنې وزارت پر مرستیال سید احمد شهیدخېل د سفر د بندیزونو معافیت پای ته رسولی و.

د طالبانو د ۱۵ مشرانو د سفر لنډمهاله معافیت د روان کال اګست کې پای ته ورسېد خو د امنیت شورا غړي و نه توانېدل چې دغه معافیت وغځوي او یا یې هم رسمآ پای ته ورسوي.

دوی ته له بندیزونو دغه معافیت درې کاله وړاندې له امریکا سره د سولې مذاکراتو کې د ګډون په هدف د سفرونو لپاره ورکړ شوی و.

طالبانو د تېر کال اګست کې واک ته له رسېدو راهیسې افغانستان کې پر ښځو او نجونو ځینې محدودیتونه لګولي دي.

خو دغه محدودیتونه په کور دننه او بهر غبرګونونه سره مخ دي.

ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه د طالبانو له حکومت غواړي چې ښځې زدکړو، کار او ازاد تګ راتګ ته پرېږدي.