په ابوظبي کې د افغان کډوالو د اعتراضونو دوام؛ ''دا ځای د زندان په شان دی''

کډوال

د عکس سرچینه، BBC Persian

د خپرېدو وخت

د عربي متحدو اماراتو په ابوظبي کې سلګونه افغانانو چې د استوګنې په یوه موقت ځای کې اوسېږي، یو ځل بیا اعتراض کړی دی. دوی وايي، په لویدیځو هېوادونو کې د منل کېدو په تمه بې برخلیکه پاتې دي.

د ځینو دغو کسانو په اند په دغه پنډ غالي کې تر دوو زرو تنه له څه باندې یوه کال راهیسې بې برخلیکه پاتې دي. دوی له کابله د ایستل کېدو پر مهال دغه پنډ غالي ته لېږدل شوي وو. دغه کسان وايي، اندېښنه لري چې ښايي هېڅکله به امریکا یا لوېدیځو هېوادونو ته و نه لېږدول شي.

یو شمېر اعتراض کوونکو له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي، د دوی اعتراض به تر هغه روان وي چې برخلیک یې معلوم شي او ځینو یې د نه خوړو اعتصاب هم کړی دی.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د کابل هوايي ډګر له لارې لسګونه زره کسان وایستل شول، چې له هغې ډلې یې یو شمېر دغو موقتي پنډ غالو ته ولېږدول شول، چې امریکا یا هم نورو لویدیځو هېوادونو کې یې د منلو چارې بشپړې شي.

له دې ډلې تېره میاشت کاناډا ته د دغو کسانو د لېږد دریمه الوتنه هم ترسره شوه.

کډوال

د عکس سرچینه، BBC

په متحدو عربي اماراتو کې خورا لږ لاریونونه کېږي، خو په وروستیو ورځو کې دغه پنډغالي کې مېشتو افغانانو اعتراضونه کړي دي.

خینې یې وايي دوی له پنډغالي د وتلو اجازه نه لري او د اعتراض کوونکو په وینا په دغه موقت استوګنځي کې حالات د ''زندان '' په شان دي.

اعتراض کوونکي وايي ''یوازې یوه غوښتنه '' لري او هغه دا چې له کابله تر لېږد څو میاشتې وروسته غواړي برخلیک یې معلوم شي.

دوی پر امریکايي چارواکو نیوکه کوي چې د دوی ستونزې یې له پامه غورځولي او دوی د کډوالۍ حالت ته د ژر پام غوښتنه لري.

دغو کډوالو په پنډغالي کې له مېشتو افغانانو سره د امریکا له خوا د دوی په وینا دوه ګوني چلن ته هم اشاره کړې ده.

د امریکا د وګړو او ''ګرین کارتونو '' لرونکو سربېره، د امریکايي ځواکونو سیمه ییز همکاران او له خطرونو سره مخ کسان امریکا ته د لېږد بهیر په سر کې وو.

ابوظبي

د یو شمېر افغانانو د اټکل له مخې شاخوا ۱۲۰۰۰ تنه په ابوظبي کې په دوو موقتي استوګنځایونو کې اوسېدل چې ډېری یې لویدیځو هېوادونو ته لېږدول شوي دي.

د شمېرو له مخې تر اوسه ۷۶ زره تنه افغانان امریکا ته لېږدول شوي دي، چې هلته هم تر یوې مودې په پوځي اډو کې لنډمهالي ځایونه ورکول شوي دي، او د اداري چارو تر بشپړېدو وروسته به د امریکا بېلابېلو ایالتونو کې ځای پر ځای شي.