د افغانستان خصوصي روغتونونو ټولنه: اریانا روغتون د دسیسې ښکار شوی

    • Author, سمیع الله موسی زی
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د افغانستان د خصوصي روغتونونو ټولنه وايي کابل کې څو ورځې وړاندې د طالبانو د خوړو او درملو ادارې له خوا د اریانا روغتون په ناقانونه توګه پلټل شوی، ډاکتران او د روغتون کارکوونکي وهل شوي دي.

د دې ټولنې مشر ډاکټر فردین غرمان بي بي سي ته وویل دا روغتون د یوې دسیسې ښکار شوی دی. ده د طالبانو د حکومت له مشرتابه غوښتنه وکړه چې د دې پېښې عاملین دې د خپل عمل په سزا ورسیږي.

د نوموړي په وینا د طالبانو حکومت ورسره ژمنه کړې چې دا موضوع په څېړې او عدالت به تامینوي.

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو حکومت کې د خوړو او درملو ادارې نظر هم ولرو ، خو هغوی څه ونه ویل.

دوه ورځې وړاندې د طالبانو د خوړو او درملو ادارې مشر عبدالباري عمر په یوه ویډیو کې ادعا وکړه چې له اریانا روغتونه یې د پلټنې پرمهال داسې درمل تر لاسه کړي چې کارولو نیټه یې پای ته رسېدلې.

خو اوس د افغانستان د خصوصي روغتونو د ټولنې مشر ډاکټر فردین غرمان وايي د پلټونکو لخوا قانوني اصول پام کې نه دي نیولي.

دی وايي پيل کې د خوړو او درملو ادارې څو تنه راغلي، بیا د دې ادارې مرستیال راغلی او وروسته له هغه چې د روغتون ادارې له استخباراتو مرسته غوښتې، پخپله دې ادارې مشر عبد الباري عمر روغتون ته ورغلی دی.

ښاغلی غرمان وايي "په لنډکروزر موټر او رینجرو کې د لښکرکشۍ په څېر له وسله والو کسانو سره راغلي دي. د دروازې له ساتونکي نیولې تر ډاکتر، نرس او رسپشن ټول یې وهلي دي. د ساتونکي لاسونه او پزې یې ماتې کړې. د رییس او معاونینو پوښتنه یې کړې، خو هغوی ترې شپږم پوړ کې سېف روم کې پټ شوي‌ دي."

نوموړی وايي وروسته د اریانا روغتون مشر د طالبانو له خوا نیول شوی او سبا سهار بیا خوشې شوی دی.

د تر لاسه شویو درملو په اړه ښاغلي غرمان بي بي سي سره خبرو کې وویل د زور په کارولو پلټونکي کسان د روغتون ګودام ته تللي او هغه درمل چې د له منځه وړلو په موخه اېښودل شوي وو رایستلي دي.

نوموړی وايي‌ "کله چې د دوی ترمنځ لانجه شوې، دوی تللي ګودام ته د درملو هغه ټولګه یې را ایستلې چې ورباندې لیکل شوي وو 'دا تاریخ تېره ده'. هماغه یې د روغتون منځ کې غورځولې [ویډیو یې ترې کړې] چې ګوندې دوی تاریخ تېره درمل خرڅوي. دا هر څه د یوې توطیې غوندې دي. "

د افغانستان د خصوصي روغتونو د ټولنې مشر وايي د طالبانو د حکومت مشر او د روغتیا وزارت د پېښې له جریانه خبر کړل شوي او هیله لري چې د ده په وینا د دې پېښې عاملینو سره قانوني چلن وشي.

"د اسلامي امارت دریځ مثبت دی. موږ ته ویل شوي‌ چې دا مشکل حلوو - دا چې سوءتفاهم شوی که کومه توطیه ده، د دې اصلي هدف پیدا کوو او عدالت تامینوو. خپله رییس الوزرا اوس دې کې دخیل دی. ده په دې اړه د کابل والي په خپله استازولۍ مسوول ټاکلی دی."