د افغانستان خصوصي روغتونونو ټولنه: اریانا روغتون د دسیسې ښکار شوی

د عکس سرچینه، AFDA
- Author, سمیع الله موسی زی
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۲ دقیقې
د افغانستان د خصوصي روغتونونو ټولنه وايي کابل کې څو ورځې وړاندې د طالبانو د خوړو او درملو ادارې له خوا د اریانا روغتون په ناقانونه توګه پلټل شوی، ډاکتران او د روغتون کارکوونکي وهل شوي دي.
د دې ټولنې مشر ډاکټر فردین غرمان بي بي سي ته وویل دا روغتون د یوې دسیسې ښکار شوی دی. ده د طالبانو د حکومت له مشرتابه غوښتنه وکړه چې د دې پېښې عاملین دې د خپل عمل په سزا ورسیږي.
د نوموړي په وینا د طالبانو حکومت ورسره ژمنه کړې چې دا موضوع په څېړې او عدالت به تامینوي.
هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو حکومت کې د خوړو او درملو ادارې نظر هم ولرو ، خو هغوی څه ونه ویل.
دوه ورځې وړاندې د طالبانو د خوړو او درملو ادارې مشر عبدالباري عمر په یوه ویډیو کې ادعا وکړه چې له اریانا روغتونه یې د پلټنې پرمهال داسې درمل تر لاسه کړي چې کارولو نیټه یې پای ته رسېدلې.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
خو اوس د افغانستان د خصوصي روغتونو د ټولنې مشر ډاکټر فردین غرمان وايي د پلټونکو لخوا قانوني اصول پام کې نه دي نیولي.
دی وايي پيل کې د خوړو او درملو ادارې څو تنه راغلي، بیا د دې ادارې مرستیال راغلی او وروسته له هغه چې د روغتون ادارې له استخباراتو مرسته غوښتې، پخپله دې ادارې مشر عبد الباري عمر روغتون ته ورغلی دی.
ښاغلی غرمان وايي "په لنډکروزر موټر او رینجرو کې د لښکرکشۍ په څېر له وسله والو کسانو سره راغلي دي. د دروازې له ساتونکي نیولې تر ډاکتر، نرس او رسپشن ټول یې وهلي دي. د ساتونکي لاسونه او پزې یې ماتې کړې. د رییس او معاونینو پوښتنه یې کړې، خو هغوی ترې شپږم پوړ کې سېف روم کې پټ شوي دي."
نوموړی وايي وروسته د اریانا روغتون مشر د طالبانو له خوا نیول شوی او سبا سهار بیا خوشې شوی دی.
د تر لاسه شویو درملو په اړه ښاغلي غرمان بي بي سي سره خبرو کې وویل د زور په کارولو پلټونکي کسان د روغتون ګودام ته تللي او هغه درمل چې د له منځه وړلو په موخه اېښودل شوي وو رایستلي دي.

د عکس سرچینه، AFDA
نوموړی وايي "کله چې د دوی ترمنځ لانجه شوې، دوی تللي ګودام ته د درملو هغه ټولګه یې را ایستلې چې ورباندې لیکل شوي وو 'دا تاریخ تېره ده'. هماغه یې د روغتون منځ کې غورځولې [ویډیو یې ترې کړې] چې ګوندې دوی تاریخ تېره درمل خرڅوي. دا هر څه د یوې توطیې غوندې دي. "
د افغانستان د خصوصي روغتونو د ټولنې مشر وايي د طالبانو د حکومت مشر او د روغتیا وزارت د پېښې له جریانه خبر کړل شوي او هیله لري چې د ده په وینا د دې پېښې عاملینو سره قانوني چلن وشي.
"د اسلامي امارت دریځ مثبت دی. موږ ته ویل شوي چې دا مشکل حلوو - دا چې سوءتفاهم شوی که کومه توطیه ده، د دې اصلي هدف پیدا کوو او عدالت تامینوو. خپله رییس الوزرا اوس دې کې دخیل دی. ده په دې اړه د کابل والي په خپله استازولۍ مسوول ټاکلی دی."



















