طالبانو او ازبکستان هوکړه کړې چې 'ټول سرحدي مسايل به د خبرو له لارې حل کوي'

د عکس سرچینه، MOD/twitter
د طالبانو حکومت دفاع وزارت یوه پلاوي او د ازبکستان سرحدي چارواکو هوکړه کړې چې هر ډول سرحدي امنیتي ستونزې به د خبرو اترو له لارې هواروي.
دوی دغه هوکړه په هغه غونډه کې کړې چې پرون ددوی ترمنځ حیرتانو کې جوړه شوې وه.
دغه غونډه داسې مهال جوړیږې چې ازبکستان، تاجکستان او روسیې په دا وروستیو کې د افغانستان شمال کې د ترهګرو ډلو د ادعا شوې تجمع په اړه اندېښنه څرګنده کړې.
دغه غونډه چې له مخکې پلان شوې وه، د افغانستان او ازبکستان تر منځ د نښلونکي پله د پاسه شوې. د طالبانو دفاع وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویل شوي، چې دواړو لوریو د امنیتي او سرحدي مسایلو په هکله خبرې کړې دي.
په اعلامیه کې ویل شوي، په دې ناسته کې هوکړه شوې، چې راتلونکي کې به د پولو اوږدو کې د هر راز سرغړونو مخه نیوله کېږي.
په غونډه کې د سرحدي ځواکونو تر منځ د اړیکو پیاوړتیا په هکله هم خبرې شوې دي. په دې خبرو کې د طالبانو پلاوي مشري د ۲۰۹ قول اردو قومندان مولوي منصور او د ازبک لوری مشري د ازبکستان د سرحدي ځواکونو قومندان ډګروال خالق نظر کوله.
د افغانستان شمالي ګاونډي هېوادونه د دغه هېواد په شمال کې د داعش په څېر وسله والو ډلو له شتونه اندېښنه لري.
ازبکستان د نړۍ نورو هېوادونو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د روان کال د جولای میاشتې په وروستیو کې د افغانستان په هکله د یوې ناستې کوربه و، چې د طالبانو یوه پلاوي په ګډون پکې د نژدې شلو هېوادونو او سازمانونو استازو برخه درلوده.



















