د ښوونکو ورځ؛ کابل کې له ښځینه ښوونکو پرته لمانځل شوې

د خپرېدو وخت

د پلازمېنې کابل په امانیه لیسه کې طالب چارواکو یوې داسې غونډه کې د ښوونکو ورځ لمانځله چې ښځې ښوونکې پکې نه لېدل کېدې.

د طالبانو یوه چارواکي بي بي سي پښتو ته وویل چې دغه ناسته کې ښځینه ښوونکو برخه نه لرله.

خو طالب چارواکي وايي، حکومت یې ژمن دی چې په ټولو برخو کې د عصري او دیني زدکړو په ګډون اسانتیاوې برابرې کړي.

غونډه کې د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال عبد السلام حنفي وویل چې په هر ولایت کې به یوه لویه دیني مدرسه جوړوي چې زر تنه به پکې زدکړې کوي او لیلیه به هم لري.

ښاغلي حنیفي ویلي حکومت یې مسوولیت لري چې ټولو برخو کې له اړتیا سره سم اسانتیاوې رامنځته کړي.

خو هېڅ کډونوالو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانیستو په اړه خبرې ونه کړې.

اوس څه باندې ۳۸۰ ورځې کېږې چي د طالبانو د مشر په امر له شپږم پورته نجونې ښوونځيو ته نه پرېښودل کېږي.

په دغه ناسته کې د طالبانو د چارو ادارې مشر مولوي نور الحق انور وویل چې د اوسنیو ستونزو یو لامل د پوهنې ډګر کې بېرته پاتې والی دی.

د ځايي رسنیو د رپوټونو له مخې کابل کې له دې غونډې سره هم مهال غور ولایت کې یو شمیر نجونو لاریون کړی او د دوی پرمخ د ښوونځیو د تړلو دروازو د خلاصون غوښتنه یې کوله.

له افغانستان سره د مرستو کمېدل او مالي امکانات بله هغه لویه ننګونه ده چې افغانستان کې ښوونیز بهیر ورسره لاس او ګریوان دی.

له امنیتي پلوه هم ستونزې شته. تر ټولو تازه پېښه تېره جمعه کابل کې پر یوه ښوونیز مرکز ځانمرګی برید وشو چې د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې ۵۳ تنه په کې ووژل شول او ۱۱۰ تنه نور ټپیان شول.

نن "چارشنبه" ختیځ ښار جلال آباد کې نجونو لاریون کړی.

دوی د دې پېښې غندنې ترڅنګ د زدکړې حق او د امنیت د تامین غوښتنه کوله.

له بلې خوا د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان سیف دې چلډرین یوه تازه رپوټ کې ویلي افغانستان د هغو څلورو هېوادونو کې سر کې ځای لري چې د زدکړې بهیر یې د ړنګېدو له ګواښ سره مخامخ دی.