تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له ښوونځیو د نجونو راګرځول کېدو یو کال؛ یوناما 'غمجنه او شرم وړ' کلیزه بللې
ملګرو ملتونو افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د نجونو نه پرېښودلو د یوه کال پوره کېدو سره یو ځل بیا د طالبانو له حکومت غوښتي چې ټولو ته د لیسو او منځنیو ښوونځیو د بېرته پرانستل کېدو لپاره بېړني ګامونه واخلي.
په دې تړاو اعلامېه کې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) د سرپرست مارکس پوتزل له خولې ویل شوي "دا یوه غمجنه، د شرم وړ او په بشپړه توګه د مخنیوي وړ کلیزه ده".
ښاغلي پوتزل چې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي د ځانګړی استازي مرستیال هم دی، زیاته کړې "له شپږم ټولګې پورته ښوونځیو څخه د نجونو روان محرومیت هېڅ ډول معتبره توجیه نه لري او د نړۍ بل هېڅ ځای دا ډول څه نشته. دا د نجونو یو نسل او پخپله د افغانستان راتلونکې ته سخت زیان رسوي."
په ورته وخت کې پخپله د ملګرو ملتونو سرمنشی انتونیو ګوتېرش هم د ټویټر یوه پیغام کې تېر یو کال کې د زدکړو او فرصتونو له لاسه وتلو یادونه کړې چې د نوموړي په وینا هېڅکله به بېرته ترلاسه نه شي.
هغه غوښتنه کړې چې طالبان باید نجونو ته بېرته ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړي.
د طالبانو حکومت تر اوسه د یوناما دې اعلامیې او د ملګرو متلونو د سرمنشي دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.
د یادونې ده چې افغانستان کې تېر کال واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ښوونځي او لیسې د سپتمبر پر ۱۸مه بېرته پرانیستل شوې، خو د طالبانو حکومت نجونو ته لارښوونه وکړه چې په کور کې پاتې شي.
یوناما وايي "اټکل کېږي چې تېر کال کې تر یو میلیون ډېرې نجونې لیسو او منځنیو ښوونځیو ته له تلو منع شوې دي."
یوناما وايي طالبان له شپږم ټولګي پورته نجونو ته ښوونځیو ته د تلو د اجازې ورکولو ژمنه کې پاتې راغلي او دا چې "له زدکړو محرومیت د نجونو او ښځو تر ټولو اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي."
ملګرو ملتونو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو تړل "د پراخې تبعیضي پالیسۍ او کړنو یوه برخه" بللې او پر طالبانو یې یو ځل بیا غږ کړی چې "له اساسي حقونو او ازادیو د افغان ښځو او نجونو د محرومیت له هغو ګامونو په شا شي چې پورته کړي یې دي."
د یوناما اعلامیه کې راغلي "ښایي د فرصت کړکۍ د تنګېدو او نري کېدو په حال کې وي، خو موږ له دوی (واکمنو چاروکو) غواړو چې په فعاله توګه ښوونځیو ته د نجونو د بېرته ستنېدو لپاره، کوټلي ګامونه پورته کړي."
ملګرو ملتونو دا اندېښنه هم ښودلې چې "که له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د نجونو پر تګ بندیز دوام وکړي" نو "د افغانانو په اساسي ازادیو وضع شوي محدودیتونه او اقدامات به د لویو ناامنیو، بې وزلۍ او انزوا په ګډون د افغانستان پر وړاندې د کړکیچونو په ژورولو کې مرسته وکړي."
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر ویلي: "د سولې، ټول شمولوالي، امنیت، بشري حقونو او اقتصادي بیا رغونې لپاره د مناسبو شرایطو د رامنځته کولو مسوولیت د طالبانو پر غاړه دی" او ګواکې "نړیواله ټولنه د یوه داسې حکومت ملاتړ ته چمتو ده چې د ټولو خلکو استازی وي او د هغوی حقونو ته درناوی ولري."
د یادونې ده له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدکړو په اړه د طالب چارواکو دریځونه یو شان نه دي او له ښوونځیو راګرځول کېدو لپاره یې بېلابېل دلایل وړاندې کوي.
ځینې طالب چارواکو وایي دا موضوع شرعي اړخ لري او باید د دیني عالمانو په رضایت دا ستونزه حل شي، خو د پوهنې وزارت سرپرست یې 'مولوي نورالله منیر' تېره اوونۍ وویل چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو پرانیستلو موضوع کې باید "د خلکو کلتور ته پام وشي."
ځینې طالب چارواکي دې برخه کې د اقتصادي ستونزو یادونه هم کوي، خو د امریکا حکومت ژمنه کړې چې که د نجونو تړلي ښوونځي پرانیستل شي، دوی یې مالي ملاتړ ته چمتو دي.