تامس وېسټ: د طالبانو کوټې شورا د زور له لارې افغانستان کې د واک نیولو پرېکړه وکړه

د خپرېدو وخت

د افغانستان لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ځانګړی استازی تامس وېسټ وايي، پر کابل د زور له لارې د ولکې کولو پرېکړه د طالبانو هغې ډلې کړې، چې په کوټه کې وه.

ښاغلي وېسټ په امریکا کې د ستراتیژیکو او نړیوالو څېړنو مرکز کې د خبرو پر مهال وویل، د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو تر منځ د قطر په دوحه کې د سولې په هغه بهیر کې یو لړ کمزورۍ وې، چې د ده په وینا د امریکا ولسمشر جو بایډن حکومت ته په میراث ورپاتې شوې.

ښاغلي وېسټ وویل، د افغانستان اسلامي جمهوریت په هغه مرکچي پلاوي کې چې د قطر په خبرو کې یې ګډون درلود ځینې کسان وو، چې ''زما له نظره واقع بینانه نه وو، دوی د ۲۰۰۴ کال د اساسي قانون منل کېدل غوښتل، دوی د ولسمشر غني د ولسمشرۍ مودې غځېدل غوښتل او دوی ښايي د واک یو ډول موقت وېش غوښت '' خو په وینا یې په هماغه ټیم کې ځینې واقعیت پسند کسان هم وو، ''دوی ان له دریو لسیزو راهیسې په هغه هېواد کې د حقونو خبره کوله. دغه کسان پوهېدل چې په ځینې مواردو کې بنسټیز جوړ جاړي ته اړتیا شته. ''

ښاغلی وېسټ وايي: ''د طالبانو لور ته بیا دوې ډلې وې، یوه ډله هغه وو چې په دوحه کې موږ ورسره خبرې کولې، خو یوه بله مختلفه ډله بیا په کوټه کې وه، دوی هغه څوک وو، چې د جدي خبرو کولو یا نه کولو پرېکړه یې کوله، او همدا دا د کویټې (ډلې پرېکړه وه) چې د زور له لارې واک ته ورسېږي، چې عملي یې هم کړه. ''

دا لومړی ځل دی، چې د قطر سولې بهیر کې د طالبانو د دوه ګوني رول په هکله یو لوړپوړی امریکایی چارواکی دا ډول څرګندونې کوي.

تامس وېسټ دغه راز وویل، اوس هم له افغانستان بهر هم د افغانانو تر منځ مذاکرات کېږي، په هېواد کې دننه هم ګڼ افغانان د خپلو بنسټیزو حقونو لپاره غږ پورته کوي او له طالبانو د ښځو او نجونو حقونو غوښتنې لړ کې ښاغلي وېسټ یوې پوښتنې ته ځواب کې وویل: ''زه فکر کوم که طالبان یوه مناسبه پرېکړه کوي، لامل به یې دا نه وي، چې نړیواله ټولنه پر اصولو ولاړه ده، بلکې دا به هله کېږي چې لسګونه زره افغانان یو ځای شي له والیانو او ولسوالانو سره کېني، په ولسي کچه غوښتنه ډېره شي، چې کېږي او فکر کوم دې سره به بدلون رامنځته کېږي. ''

ښاغلي وېسټ په کابل کې د القاعده مشر ایمن الظواهري شتون او وژل کېدل له قطر هوکړې د طالبانو سرغړونه وبلله او په وینا یې امریکا متحده ایالات پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو پر مهال د زندانونو ماتېدو له کبله د داعش خراسان ډلې سلګونو غړو خوشي کېدو له کبله اندېښمن دي.

نوموړی وايي، طالبان د داعش خراسان ډلې پر ضد جدي اقدامات کوي او په وینا یې دوی هیله من دي چې بریالي به شي.