ټام وېسټ او بلاول بوټو زرداري د افغانستان په تړاو د همکاریو پر اړتیا غږېدلي

د عکس سرچینه، BBhuttoZardari
افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ وايي د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري سره یې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
دواړو خواو نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې څنډه کې لیدلي دي.
ښاغلي ویسټ پر خپل ټویټر لیکلي چې دې لیدنه کې "د افغانستان بشري او اقتصادي کړکېچ ته د پیاوړي ځواب ویلو په اړه پر ګډه لېوالتیا، د افغانو له اساسي ازادیو د نقض په اړه پر ژورو اندېښنو او د طالبانو لخوا د ترهګرۍ (اړوندو) ژمنو د ترسره کېدو د تمایل په اړه بحث وشو."
ښاغلی وېسټ زیاته کړې چې دې ناسته کې بهرنیو چارو لپاره د پاکستان د دولت وزېرې حنا رباني کهر او د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا استازې رینا امیري هم ګډون درلود.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر هم پر خپل ټویتر لیکلي چې له ښاغلي وېسټ سره د افغانستان په تړاو د "دوامداره ښکېلتیا پر اړتیا" غږېدلی دی.
نوموړي زیاته کړې چې یو سوکاله، سوله ییز او باثباته افغانستان یوازې د خپلو خلکو او ګاونډیانو لپاره نه، بلکې ټولې نړۍ ته مهم دی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
په ورته وختکې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم د دې لیدنې په اړه یوه اعلامیه خپره کړې.
دې اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي زرداري د ټرویکا میکانیزم د لارې په ګډون افغانستان کې د پرمختګ پر لور د سیمه ییزې اجماع د رامنځته کېدو لپاره د پاکستان د رغنده او مرستندویه هڅو یادونه کړې.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت اعلامیه زیاتوي چې دواړو خواو دې او نورو برخو کې د همکاریو پر دوام ټینګار هم کړی.
د یادونې ده چې نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ۷۷مې عمومي اسمبلۍ غونډه روانه ده چې د نړۍ د ګڼو هېوادنو مشران پکې برخه اخلي.
د افغانستان له اړخه سږ کال دې غونډه کې هېڅوک هم ګډون نه کوي.
خو ناتائید شوي رپوټونه وایي، چې ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی نصیر احمد فایق ښایي عمومي اسمبلۍ ته د خپل هېواد په استازیتوب وینا وکړي.




















