ټام وېسټ او بلاول بوټو زرداري د افغانستان په تړاو د همکاریو پر اړتیا غږېدلي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ وايي د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري سره یې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

دواړو خواو نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې څنډه کې لیدلي دي.

ښاغلي ویسټ پر خپل ټویټر لیکلي چې دې لیدنه کې "د افغانستان بشري او اقتصادي کړکېچ ته د پیاوړي ځواب ویلو په اړه پر ګډه لېوالتیا، د افغانو له اساسي ازادیو د نقض په اړه پر ژورو اندېښنو او د طالبانو لخوا د ترهګرۍ (اړوندو) ژمنو د ترسره کېدو د تمایل په اړه بحث وشو."

ښاغلی وېسټ زیاته کړې چې دې ناسته کې بهرنیو چارو لپاره د پاکستان د دولت وزېرې حنا رباني کهر او د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا استازې رینا امیري هم ګډون درلود.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر هم پر خپل ټویتر لیکلي‌ چې له ښاغلي وېسټ سره د افغانستان په تړاو د "دوامداره ښکېلتیا پر اړتیا" غږېدلی دی.

نوموړي زیاته کړې چې یو سوکاله، سوله ییز او باثباته افغانستان یوازې د خپلو خلکو او ګاونډیانو لپاره نه، بلکې ټولې نړۍ ته مهم دی.

په ورته وختکې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم د دې لیدنې په اړه یوه اعلامیه خپره کړې.

دې اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي زرداري د ټرویکا میکانیزم د لارې په ګډون افغانستان کې د پرمختګ پر لور د سیمه ییزې اجماع د رامنځته کېدو لپاره د پاکستان د رغنده او مرستندویه هڅو یادونه کړې.‌

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت اعلامیه زیاتوي چې دواړو خواو دې او نورو برخو کې د همکاریو پر دوام ټینګار هم کړی.‌

د یادونې ده چې نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ۷۷مې عمومي اسمبلۍ غونډه روانه ده چې د نړۍ د ګڼو هېوادنو مشران پکې برخه اخلي.

د افغانستان له اړخه سږ کال دې غونډه کې هېڅوک هم ګډون نه کوي.

خو ناتائید شوي رپوټونه وایي، چې ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی نصیر احمد فایق ښایي عمومي اسمبلۍ ته د خپل هېواد په استازیتوب وینا وکړي.