کندهار کې د طالبانو چاڼیزو عملیاتو کې د پخواني حکومت د جنرال د کورنۍ غړي وژل شوي

د خپرېدو وخت

د افغانستان سویلي کندهار ولایت کې د طالبانو د کور په کور تلاشۍ عملیاتو ترڅ کې د دوشنبې پر ورځ د پخواني حکومت د یو جنرال او د سرحدي ځواکونو د قومندان جنرال محمود خان علیزي د کورنۍ یو شمېر کسان وژل شوي دي. په وژل شویو کې د نوموړي مېرمن، زوی او یو وراره شامل دي.

پخپله جنرال علیزي او کندهار کې ځایي قامي مشرانو له بي بي سي سره خبرو کې دا پېښه تائید کړې ده او زیاتوي چې هلته له څو ورځو راهیسې د طالبانو لخوا کور په کور تلاشۍ روانې دي.

کندهار کې د طالبانو ځایي چارواکو بیا ادعا کړې ده چې د جنرال محمود علیزي کورنۍ خپل کور کې پوځي تجهیزات پټ کړي وو، او د تلاشۍ پر وخت د د وسلو چاودنې څلور کسان وژلي دي.

خو جنرال علیزي بي بي سي سره خبرو کې دا تور رد کړی او وایي، په کور کې یې هېڅ ډول وسلې نه وې او طالبان د خپل 'جنایت ' پټولو لپاره پلمې ګوري.

نوموړي غوښتنه کړې ده چې یوه نړیواله محکمه دې د نوموړې د کورنۍ د غړو د وژنې پلټنه وکړي، او پر طالبانو یې غږ کړی چې بېګناه خلک دې د شخصي دوښمنیو او اختلافونو په ټس کې نه وژني.

سویل کې د طالبانو 'چاڼیز عملیات' د څه لپاره دي؟

څو ورځې وړاندې د سویلي هلمند ولایت بُست کلا سیمه کې هم د طالبانو د تلاشۍ پر مهال د یوې کورنۍ دوه ښځې وژلې شوې وې او دوه نارینه ټپیان شوي وو.

طالب چارواکو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور بي بي سي پښتو پاڼې ته ویلي وو، هغه کسان په تېروتنه کې وژل شوې وو.

سرچینو بي بي سي ته ویلي، د یادې پېښې پر مهال د طالب وسلوالو او د کورنۍ غړو ترمنځ لفظي شخړه وشوه چې په پایله کې یې ډزې وشوې او د کورنۍ کسانو ته مرګژوبله واوښته.

طالبانو له څو ورځو راهیسې سویلي هلمند او کندهار ولایتونو کې کور په کور تلاشۍ پیل کړې دي او ادعا کوي چې د دې عملیاتو په ترڅ کې یې ګڼ شمېر درنې او سپکې وسلې ترلاسه کړې دي.

خو د دې ډلې مخالفین بیا تور لګوي چې طالبان د تلاشۍ په پلمه د خپلو مخالفینو پر کورونو چاپې وهي او قصداً عام خلک وژني.

یو شمېر کسانو دا نیوکه هم کړې ده چې طالبانو د کورونو له تلاشۍ مخکې خلکو ته احوال نه ورکوي او ناڅاپه کور ته ورځي، او دا چې د تلاشۍ پر وخت ښځینه امنیتي مامورینې ورسره نشته او نارینه وسلوالو د کور د مېرمنو صندوقونه او نور توکي لټوي.