طالبان: د هغو کسانو او ادارو پر ضد ګام اخلو چې د افغانستان بانک شتمنۍ د ناسمو اهدافو لپاره کاروي

طالبان پرله پسې غوښتنه کوي چې د نږدې ۱۰ میلیاردو ډالرو دا زېرمې دې ور پرېښودل شي چې ډېری یې په امریکا کې ساتل کېږي خو امریکا یې له ازادولو بیا انکار وکړ.

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

افغانستان کې د طالبانو حکومت د امريکا د هغې پرېکړې مخالفت کړی او د نه منلو وړ ګام يې بللی چې له مخې به یې د افغانستان له کنګل شويو شتمنيو درې نيم ميليارده ډالر د "افغان فنډ" په نامه سويس کې يوه نوي جوړ شوي صندوق ته سپارل کېږي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي له خوا پر ټوېټر پاڼه خپره شوې بيانيه کې راغلي، "که د افغان ولس د مشروع غوښتنو پر خلاف له اسعاري زېرمو ګټه اخيستل کېږي اسلامي امارت مکلف دی چې د هر هغه فرد، موسسې او شرکت چې په دې غير قانوني چاره کې مرسته کوي او د افغانستان بانک له اسعاري زېرمو څخه د بشري مرستو په پلمه او نورو مواردو کې ناسمه استفاده کوي په افغانستان کې جرمانه کړي او فعاليتونه يې وربند کړي."

تر دې وړاندې د افغانستان بانک هم په دې اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلان په غبرګون کې ویلي وو چې، "د افغانستان بانک د اسعارو زېرمې د افغانانو ملکیت دی" او "په نا اړوندو برخو کې د دغو زېرمو کارول او لېږد ورته د منلو نه دی."

افغان پيسې

د عکس سرچینه، Getty Images

وړاندې د امریکا حکومت ویلي،‌ تر هغې به د افغانستان مرکزي بانک ته د دې هېواد کنګل شوې شتمنۍ نه سپاري چې دې بانک یو لړ شرطونه نه وي پر ځای کړي.

امریکا غواړي چې د افغانستان بانک د طالبانو له سیاسي نفوذه ځان ازاد کړي، د پیسو د قاچاق د مخنیوي لپاره مناسب میکانیزم رامنځته کړي او همدا راز یو ازاد او نړیوال (درېيمکړي) څارونکي ته اجازه ورکړي چې چارې یې وڅاري.

خو د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې "له امریکا سره په خبرو کې د يې د مرکزي بانک استقلاليت، د مسلکي وګړو شتون، د درېيمې ادراې له خوا نړيوالو ته د امنيتي ګواښونو تمويل سره د مبارزې او د پيسو مينځلو مخنيوي رژيم تطبيق څار ته ژمنتيا ښودل شوې او دا په اثبات هم رسېدلې ده."

د یادولو ده چې د امریکا حکومت چارشنبه اعلان وکړ چې د سویس له حکومت او یو شمېر افغان اقتصاد پوهانو سره یې په ګډه دا نوی فنډ یا صندوق جوړ کړی دی، چې د سویس د (بي ای ایس) بانک سره به بانکي حساب ولری.

د امریکا حکومت ویلي، په دې صندوق کې ساتل شوې شتمني به د عامو افغانانو د خیر ښېګڼې او د افغان دولت د نړیوالو پورونو هوارولو لپاره لګول کېږي، خو د طالبانو حکومت به ورته مخامخ لاسرسی ونلري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، په راتلونکي کې به د افغانستان هغه شتمنۍ هم دغه صندوق ته لېږدول کېږي چې له امریکا بهر نورو هېوادونو کې کنګل شوې دي.

د دې شتمنۍ د لګولو واک به له یوې 'تضمین کوونکې شورا' سره وي چې د امریکا او سویس حکومتونو یو یو استازی او همدا راز دوه افغان اقتصادي کارپوهان پکې شامل دي.

انورا الحق احدي

د دې شورا له افغان غړیو یې یو د سوداګرۍ پخوانی وزیر انور الحق احدي او بل د افغانستان بانک د بورډ پخوانی غړی شاه محمد محرابي دی.

انوار الحق احدي بي بي سي ته ویلي، چې دغه پیسې به پر خیریه او د افغان دولت پر عادي چارو نه لګول کېږي.

ښاغلي احدي ویلي، چې دا پیسې به تر ډېره د افغانستان بانک د چارو او په تېره د افغانۍ د ارزښت د ټیکاو لپاره کارول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې واک ته له رسېدو راهیسې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په وار وار په ټينګار سره له امریکا او نړیوالو غوښتي چې د افغانستان ټولې کنګل شوې شتمنۍ ازادې او دغه بانک ته وسپارل شي.

خو د امریکا حکومت استدلال کوي چې د افغانستان بانک دا مهال د طالبانو له سیاسي نفوذه ازاد نه دی‌ او د مالي چارو د تنظیم مسلکي‌ وړتیا هم نه لري، نو ځکه دوی پرې اعتبار نشي کولی.

یاده دې وي چې د افغانستان بانک نږدې ۷ میلیارده ډالر دا مهال د امریکا په بانکونو کې ساتل کېږي.