جو بایډن: له افغانستان وتلي یو خو پر امریکا د بل برید د مخنیوي ژمنه مو پر ځای ده

د عکس سرچینه، AFP
د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي هېواد به یې د نړۍ هره برخه کې د ترهګرو څارلو او د ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي هڅو ته دوام ورکوي.
هغه دا څرګندونې امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر ۱۱مې ترهګریزو بریدونو د ۲۱مې کلیزې په تړاو پنټاګون کې یوې جوړې غونډې ته کړې دي.
ښاغلي بایډن وویل چې افغانستان کې یې شل کلن پوځي حضور او جګړه پای ته رسولې خو دا ژمنه بې پایه ده چې پر متحدو ایالتونو به د بل برید مخه نیسي.
دې غونډه کې د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن او د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز مارک میلي هم ګډون کړی و.
جو بایډن دوی ته په اشارې وویل "زموږ استخباراتي، دفاعي او د ترهګرۍ ضد مسلکي کسان چې دلته ودانۍ کې زما تر شا او د حکومت نورو ټولو برخو کې دي، د ترهګریزو ګواښونو څار ته دوام ورکوي چې د نړۍ نويو سیمو ته یې وده کړې او خپاره شوي دي."
هغه زیاته کړه " هر ځای چې یې ومومو، هر ځای چې وي، موږ به د دغو ترهګریزو فعالیتونو څار او مخنیوی ته دوام ورکړو. او د امریکایي وګړو دفاع لپاره به هېڅکله له کومې اړینې هڅې ډډه ونه کړو."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
ښاغلي بایډن خپلو خبرو کې د القاعده شبکې د مشرانو 'اسامه بن لادن او ایمن الظواهري' د وژل کېدو یادونه هم وکړه.
امریکا وایي د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري یې روان کال کابل کې د بې پیلوټه الوتکې برید کې وژلی.
د طالبانو حکومت که څه هم د کابل شېرپور کې د امریکایۍ بې پیلوټه الوتکې برید منلی خو تر اوسه یې کابل کې د الظواهري موجودیت او وژنه نه دي تایید کړي.
د امریکا ولسمشر وايي "موږ به یې هېڅکله هېر نه کړو. هېڅکله به تسلیم نه شو. او ظواهري نور بیا هېڅکله د امریکا خلک نشي ګواښلی."
د امریکا ولسمشر دې غونډه کې د سپتمبر ۱۱مې بریدونو د ۲۹۷۷ قربانیانو کورنۍ سره خواخوږي څرګنده او هغه سلګونه زره پوځي او ملکي امریکایان وساتل چې د ده په وینا له دغو بریدونو وروسته یې د ترهګرو ضد مبارزه او د ترهګرو ډلو ځپلو هڅو کې برخه اخیستې.






















