سروې: د افغانستان خلک ۲۰۲۱ کال کې تر ټولو خپه وګړي وو

    • Author, سمیع الله موسی‌زی
    • دنده, بي بي سي، لندن
  • د خپرېدو وخت

د ګلوپ نړیوال څېړنیز بنسټ نوې سروې کې تېر ۲۰۲۱ کال کې افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو د نوملړ سر کې ځای لري چې خلک یې خپه دي.

له افغانستان وروسته دویم هېواد چې خلک یې ناخوښ دي، لبنان دی.

دا دواړه هغه هېوادونه ښوول شوي چې نړۍ کې د ټولو هېوادونو پرتله خلک یې په ډېره ناچارۍ کې ژوند کوي.

ګلوپ له تېرو څو لسیزو راهیسې هر کال دا ډول څېړنې کوي.

سږ کال دا بنسټ د خپلو تېرو کلونو تجربې سره په پرتلې وايي، د هېڅ هېواد اتباع د افغانانو په څېر د اندېښنې او ناچارۍ احساس نه درلود.

دا بنسټ چې مرکز یې امریکا کې دی وايي، په ۲۰۲۱ کال کې د نړۍ په کچه د خپګان او ناچارۍ ګراف مخ پر لوړ روان و، او په ټوله کې نړۍ کې د پخوا پرتله خلک خپل ژوند او راتلونکې ته ډېر اندېښمن دي.

د ګلوپ بنسټ د شاخصونو له مخې د یوه هېواد د اوسېدونکو د ورځنې ژوند تجربې سنجول کېږي او کتل کېږي چې خلک کومې اندېښنې لري، ورځني ژوند کې څومره تر فشار لاندې دي؟ ایا د غم او غوسې احساس لرې؟

د دې شاخصونو له مخې له افغانستان او لبنان وروسته، عراق، سیرالیون، اردن، ترکیه او بنګله دیش هغه هېوادونه دي چې خلک یې تر نورو ډېر خپه او د ناخوښۍ احساس کوي.

دا هغه هېوادونه دي، چې په تېر ۲۰۲۱ کال کې له سیاسي او یا اقتصادي بې ثباتۍ سره لاس او ګریوان وو.

د ګلوپ د څېړنې پایله ښيي، چې کله دوی له افغانستانه د امریکایانو د وتلو او واک ته طالبانو بیا رسېدو په اړه د خلکو نظرونه پوښتل د افغانانو په عاطفي وضعیت کې پریشاني او د اطمینان نشتوالی له ورایه ښکاره کېده.

نوموړی نړیوال بنسټ لیکي، چې دې موده کې د پوښتل شویو کسانو په ډله کې تر اتیا سلنې افغانانو اندېښنه لرله، د ژور خپګان کچه تر ۷۴ سلنې او د غم احساس لرلو کچه ۶۱ سلنه وه.

له بلې خوا ملګري ملتونه وايي، د ژوند، زدکړې او د اقتصادي هوساینې په برخه کې د لیسزو پرمختګ سره سره په تېرو دوو کلونو کې په دغو برخو کې شاتګ شوی دی.

دغه سازمان په خپل تازه رپوټ کې ویلي،‌ په وروستیو دوو کلونو کې له هرو لسو هېوادونو یې نهه هغه د دغه بنسټ د بشري پرمختیا په شاخص کې ټيټې کچې ته لوېدلی دی.

کورونا وبا، د اوکرايين جګړه او د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزې هغه لاملونه بلل شوي چې له کبله یې نړیوال پرمختګ له خنډ سره مخ او شا ته تګ وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري پرمختیا شاخص په ۱۹۹۰ کې رامنځ ته شو، موخه یې دا ده چې د هر هېواد تر نا خالصو کورنیو تولیداتو هاخوا د خلکو د ژوند د هوساینې کچه وارزول شي.