زېلینسکي وايي، له روسیې د بېرته نیول شویو سیمو په هکله ''ښه زیری'' لري

د عکس سرچینه، EPA
د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي وايي، له روسیې د ځینو سیمو نیولو له کبله ' 'ښه زیری '' لري. له څو ورځو راهیسې د ختیځ خارکایېف سیمه کې په دې تړاو ګنګوسي وو، خو اوکراییني چارواکو رسماً په دې هکله څه نه وو ویلي.
ښاغلي زېلینسکي بیا د نیول شویو سیمو له یادولو انکار کړی او په وینا یې ''اوس یې د نوم اخیستو وخت لا نه دی راغلی. '' ب
ل لور امریکايي چارواکي وايي، اوکرایین د روسي پوځونو پر ضد ''سوکه خو مانا لرونکی '' پرمختګ کوي.
په خپله شپې مهاله وینا کې ښاغلي زېلینسکي اوکرایینیانو ته وویل د اوکراییني ځواکونو د بریا په هکله ''ښه زیری '' لري.
نوموړي د ځینو پوځي ډلګیو نومونه یاد کړل او زیاته یې کړه: ''فکر کوم هر هېوادوال زموږ د سرتېرو په هلکه ویاړ محسوسوي. '' خو هغه د دې ترڅنګ وویل: ''اوس لا وخت نه دی راغلی، چې د هغو ابادیو نومونه واخیستل شي، چې د اوکرایین بیرغ پرې بیا رپاند شوی. ''
اوکرایین له تېرو څو اونیو راهیسې عملیاتي راز ساتنه زیاته کړې او په سویلي او ختیځو سیمو کې یې د ځوابي بریدونو په هکله لږ جزیات خپاره کړي دي.
د یادونې ده، چې اوکراییني ځواکونو د خارکایېف په سویل ختیځو سیمو کې ځوابي بریدونه پیل کړي، چې شپږ میاشتې مخکې د جګړې له پیل سره روسي ځواکونو ولکه کړې وې.
ځینې سرچینې وايي، ښايي اوکراییني پوځیان ایزیوم ښارګوټي ته څو کیلومتره نژدې ساحې ته رسېدلي وي، چې د روسي پوځ لپاره د اکمالاتي لړۍ یوه مهمه کړۍ بلل کېږي.
په امریکا متحدو ایالتونو کې بیا مراسمو ته وینا کې د دفاع وزارت د پالیسۍ مسوول کولین کهل وویل، په ځینو سیمو کې د روسي پوځیانو پرتله د اوکراییني پوځ فعالیتونه زیات پاموړ دي.
رویټرز خبري اژانس د نوموړي له قوله ویلي: ''دا د پیل ورځې دي، زه فکر کوم د اوکراییني پوځ پرمختګ سوکه، خو مانالرونکی دی. وګورو، چې مخکې څه کېږي، خو زه داسې فکر کوم چې په سویل کې د روسي لوري پرتله د اوکراییني لوري خوا وضعیت غوره دی. ''



















