امیر خان متقي: امریکا دې نور د افغانستان پر هوايي حریم تېری بس کړي

متقي

د عکس سرچینه، RTA

    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د طالبانو حکومت یو ځل بیا پر امریکا غږ کړی چې د دغه هېواد پر هوايي حریم دې له تېري کولو لاس واخلي.

د دغه حکومت د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیر خان متقي ویلي، دا له دوحې تړون "سرغړونه" ده او په خبره یې، دوی دې تړون ته "ژمن" پاتې شوي دي نو ځکه له امریکا هم غواړي چې پرخپلو کړو ژمنو ودرېږي.

ښاغلي‌ متقي دغه څرګندونې نن (چهارشنبه) ملت ته د بهرنیو چارو وزارت د حساب ورکولو په کنفرانس کې وکړې.

ده وویل، "په دوحه تړون کې په ډېر صراحت ویل شوي چې امریکا به نور د افغانستان په هېڅ‌ ډول کورنیو چارو کې مداخله نه کوي. خو اوس چې دوی د افغانستان پر فضا پروازونه لري، دا د نړیوالو او بین المللي‌ قوانینو او د دوحې تړون خلاف کار دی. یو ځل بیا پر امریکايي حکومت غږ کوو چې خپلې [دا ډول] الوتنې بندې کړي."

ښاغلي متقي همدا راز وویل چې په ځینو نړیوالو ناستو او یا د بهرنیو هېوادونو له استازو سره په کتنو کې یې هم له هغوی غوښتي، پر امریکا فشار راوړي چې له دې کاره ډډه وکړي.

د یادولو ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان پر فضا د امریکايي بې پیلوټه الوتکو د الوتنو خبرونه وخت نا وخت رسنیز کېږي او پر خواله رسنیو ځینې داسې ویډیوګانې هم لاس په لاس شوې چې په یوه نامالومه سیمې کې د طالبانو نظامي کسان د اسمان پر لور ډزې کوي چې ګواکې یوه ډرون الوتکه وولي.

تر امیر خان متقي وړاندې د طالبانو حکومت د دفاع چارسمبالي وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد هم په دې اړه په ځانګړي ډول د پاکستان پر ضد توندې څرګندونې کړې وې.

ملا یعقوب پاکستان ملامت کړی و چې ګواکې د امریکا بې پیلوټه الوتکو ته له خپلې فضا د افغانستان پر حریم د "تیري" اجازه ورکوي او پر دغه هېواد یې غږ کړی و چې خپله خاوره او فضا دې د افغانستان پر ضد نه کاروي.

خو پاکستان یې پر څرګندونو خواشيني څرګنده کړې وه او ویلي یې وو چې پرته له ثبوته دې د داسې "تورونو" له لګولو ډډه وکړي.

امریکا د افغانستان پر فضا وخت نا وخت د خپلو بې پیلوټه الوتنو په اړه تازه ځانګړي څه نه دي ویلي خو په تېر کې یې په ډاګه کړې چې که څه هم له افغانستانه وتلي خو د "اړتیا پر مهال" به هلته د "ترهګرۍ پر ضد" عمل کوي.

د دې کار یوه بیلګه هم شاوخوا میاشت مخکې په کابل کې پر یوه کور د امریکا برید و چې د دغه هېواد ولسمشر جوبایډن وویل، د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري یې پکې وژلی دی.

د بهرنیو چارو وزیر يې انټوني بلېنکن هم هغه مهال ویلي وو، "د امریکا متحده ایالتونه به د هغو کسانو پر وړاندې خپل کار ته دوام ورکړي چې زموږ هېواد، خلکو او ټلوالې ته ګواښ پېښوي."

خو ښاغلي متقي په ننني کنفرانس کې وویل، "د افغانستان خاوره چې د بل هېواد پر ضد نه کارېږي نو نور هېوادونه هم هېڅ حق نه لري چې د افغانستان پر فضا داسې الوتنې وکړي."

د ایمن الظواهري د وژنې په اړه څېړنې چیرې رسېدلې دي؟

ظواهري

د عکس سرچینه، AFP

که څه هم د امریکا لخوا په کابل کې د القاعده شبکې مشر د وژلو پر اعلان شاوخوا میاشت اوړي خو د طالبانو حکومت وايي په دې اړه لا هم څېړنې کوي چې په دغه برید کې ریښتیا هم هغه وژل شوی دی او که نه.

امیر خان متقي هم په نننۍ خبري غونډه کې وویل، "ډاکټر ایمن الظواهري په هکله چې امریکا اعلان کړی دی، تر اوسه نه امریکا کوم ثبوت وړاندې کړی او نه زموږ د څېړنو نتیجې تر اوسه اعلان شوې دي. خو زه دومره ویلی شم چې کوم پلاوی چې ټاکل شوی، د هغوی څېړنې تر اوسه نه دي ‌بشپړې شوې."

د یادولو ده چې پخپله القاعده شبکې هم د خپل دغه مشر د مرګ خبر نه دی تایید کړی او نه یې هم د هغه د ځای ناستي په اړه څه ویلي دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر بیا واکمنۍ کال اوړي خو لا هم هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

د ټولګډونه حکومت جوړول، بشري او د ښځو حقونو ته درناوی ځينې هغه لاملونه دي چې نړیوال یې د رسمیت پېژندنې لپاره د شرط په توګه وړاندې کوي. نړیوال وايي طالبان یې په منلو کې پاتې راغلي خو د طالبانو حکومت وايي چې وار له مخه یې دغه څه تر سره کړي دي.

خو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو تړل او پر ښځو وضع کړي ځينې بېلابېل محدودیتونه لا هم پرخپل ځای پاتې دي او له کبله یې پر دغه حکومت نیوکې کېږي.

او بل لور ته د افغانستان د شتمنیو کنګلول ځینې هغه موارد دي چې د طالبانو حکومت یې له اقتصادي او سیاسي فشار سره مخ کړی دی خو په تازه څرګندونو کې یې د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر وویل، نړیوال دې "ناکام" او په تېرو شلو کلونو کې تجربه شوي فشارونه بیا نه ازمايي او په خبره یې، د یوه سیاسي تعامل له لارې دې هڅه وشي چې د افغانستان، سيمې او نړۍ تر منځ سیاسي او اقتصادي اړیکې پیاوړې شي.